د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو دوام به افغانستان کې د فقر او بې ثباتۍ لامل شي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا عامه پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز ته د غبرګونونو په دوام، د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري پر ښځو د طالبانو د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

رینا امیري د شنبې په شپه ناوخته نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې: "هغه کسان چې له یو افراطي افغانستان څخه ډاریږي باید د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د تګلارو، د زده کړو او په ډیرو برخو کې د کار کولو څخه د محرومیت او حتی د کوچنۍ خوښیو لکه پارک ته د تګ د حق په اړه باید اندبښمن شي."

میرمن امیري زیاته کړې چې دغه سخت دریځي به د بې ثباتۍ، فقر او ددې هیواد څخه د لا زیاتو خلکو د تيښتې سبب شي.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیري کرن ډیکر هم د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو د تازه محدودیتونو په غبرګون کې پارکونو ته د ښځو پر تګ د بندیز پرېکړه بې معنا بللې ده.

اغلې ډیکر د شنبې په ورځ ناوخته نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پارکونو ته د ښځو او ماشومانو پر تګ بندیز به د ښځو، ماشومانو او افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.

اغلې ډیکر زیاته کړې: "په داسې حال کې چې په اسلام اباد کې خپل سفر پای ته رسوم، داسې راپورونه مي اورېدلي چې ښځې نور په افغانستان کې پارکونو ته د تګ اجازه نلري.که چیري دا رشتیا وي، دا هیڅ معنا نلري."

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیرې زیاته کړې په داسې حال کې چې ښځې د ماشومانو د ساتنې مسؤلیت په غاړه لري، په خبره یې ښځې او ماشومان د نارینوو په شان د تازه هوا اخیستلو لپاره پارکونو ته د وتلو حق لري.

کرن ډیکر چې تیره اونۍ په پاکستان کې له مېشتو افغانانو سره د سلا مشورو لپاره اسلام اباد ته تللې وه تېره ورځ یې هغه هیواد ته د خپل سفر د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

نوموړې په هغه هیواد کې له یو شمېر افغان مېرمنو سره تر لیدنې وروسته ویلي و چې له افغانستان څخه یو شمېر وتلې مېرمنې هیواد ته د ستنېدو لېوالتیا لري، خو په خبره یې د خپلو حقونو د نه تر لاسه کېدو په اړه وېره لري چې واده ته به مجبوره شي او د زده کړو او کار څخه به محرومې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو تازه تفریحي پارکونو ته د میرمنو په ورتګ د بندیز وروسته تیره پنجشنبه نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) ورزشي کلبونو یا جمونو ته هم د ښځو په تګ د بندیز اعلان وکړ.

عامه پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز ته د غبرګونونو په دوام تېره ورځ د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې یاده پرېکړه ژر تر ژره بیرته واخلي، یاد سازمان دغه پرېکړه د افغان مېرمنو پر حقوقو یو بل ګذرا بللی دی.

خو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر ویلي چې طالبانو په تیرو ۱۵ میاشتو کې تر خپلې وسې کوښښ وکړ چې د میرمنو لپاره پارکونه او جمونه بند نکړي خو زیاتوي چې خلکو د میرمنو او سړیو تر منځ د جلا والي لپاره د صادرو شویو حکمونو پروا نکوله او میرمنو هم هغه شان حجاب نه مراعت کاوه چې ورته امر شوی و.

طالبانو تر دې وړاندې پارکونو ته د تګ لپاره د میرمنو او سړیو لپاره بیلې بیلې ورځې ټاکلې وې.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا ادارې ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې ویلي که طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې وي باید د میرمنو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. خو طالبان وایي د میرمنو حقونو ته د هغه تفسیر پر اساس درناوي کوي چې هغوی یې له اسلامي شریعت څخه لري.

XS
SM
MD
LG