د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې پارکونو ته د ښځو په تګ بندیز ژر تر ژره لیرې کړي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو حکومت لخوا پارکونو ته د ښځو په تګ د لګول شوي بندیز ژر تر ژره لیرې کولو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) په خپل ټویټر پاڼه خپره کړې اعلامیه کې، تفریحي پارکونو ته د ښځو په تګ د طالبانو حکومت بندیز په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقوقو په وړاندې یو بل ګوزار بللی دی.

یاد سازمان ویلي: "د کابل عمومي تفریحي پارکونو کې د ښځو پر حضور د طالبانو لخوا بندیز، په هیواد کې د ښځو او نجونو د حقوقو په وړاندې یو بل ګوزار دی. د طالبانو هر ډول پرېکړه باید ژر تر ژره لغوه شي. ځکه د طالبانو تر حضور لاندې د ښځو او نجونو هر ډول حقوق تر سیستماتیک برید لاندې دي."

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو په واکمن کیدو سره، ښځې د خپلو اساسي حقوقو له جملې څخه د ازاد تګ راتګ، زده کړو او په سیاسي مشارکت له ګډون څخه منع شوي دي.

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې طالبانو هغه بنسټونه چې په تیر حکومت کې د ښځو د حقوقو د ملاتړ په هدف رامنځته شوي وو هم له منځه وړي. د بخښنې نړیوال سازمان د دې ترڅنګ په افغانستان کې د یو شمېر معترضو مېرمنو د نیول کېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو تازه تفریحي پارکونو ته د میرمنو په ورتګ د بندیز وروسته تیره پنجشنبه نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) ورزشي کلبونو یا جیمونو ته هم د ښځو په تګ د بندیز اعلان وکړ.

د دې وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر ویلي چې طالبانو په تیرو ۱۵ میاشتو کې تر خپلې وسې کوښښ وکړ چې د میرمنو لپاره پارکونه او جیمونه بند نکړي خو زیاتوي چې خلکو د میرمنو او سړیو تر منځ د جلا والي لپاره د صادرو شویو حکمونو پروا نکوله او میرمنو هم هغه شان حجاب نه مراعت کاوه چې ورته امر شوی و.

طالبانو تر دې وړاندې پارکونو ته د تګ لپاره د میرمنو او سړیو لپاره بیلې بیلې ورخې ټاکلې وې.طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا ادارې ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د میرمنو او نجونو او اقلیتونو حقونو نه مراعت کول، د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو تړل او په ځینو ادارو کې د میرمنو د کار مخه نیول د هغه څه یوه برخه ده چې نړیوالې ټولنې طالبان منزوي کړي او د تعامل څخه یې لیرې ساتلي.

نړیوالې ټولنې ویلي که طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې وي باید د میرمنو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. خو طالبان وایي د میرمنو حقونو ته د هغه تفسیر پر اساس درناوي کوي چې هغوی یې له اسلامي شریعت څخه لري.

XS
SM
MD
LG