د لاس رسي وړ اتصالات

هند د سخت طوفان له ویرې لسګونه زره کسان خوندي سیمو ته ویستلي


د یاس طوفان په درشل کې د لویدیځ بنګال یوه ساحلي سیمه
د یاس طوفان په درشل کې د لویدیځ بنګال یوه ساحلي سیمه

هند د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۵ (غبرګولي ۴) پداسې حال کې چې یو سخت موسمي طوفان دې هیواد ته مخه کړې، د دوو ایالتونو له ختیځو ساحلي سیمو څخه په لسګونو زره کسان وایستل.

د یاس په نامه دغه زورور سمندري طوفان چې د هند د هوا پیژندنې د ادارې په وینا د باد سرعت یې په ساعت کې ۱۷۷ کیلومتره دی تمه ده چې سبا د چهارشنبې په ورځ د اودیشه او لویدیځ بنګال ایالتونو ساحلي سیمو ته ورسیږي.

دغه طوفان پداسې حال کې هند ګواښي چې د کروناویروس پر وړاندې ددې هیواد مبارزه د توکتای طوفان په وجه ځنډېدلې چې لس ورځې مخکې یې د هند لویدیځ ساحل وځپه او څه دپاسه ۱۴۰ کسان یې مړه کړل.

د هند د بیړنیو پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رئیس اس ان پردهان وایي د بیړنیو مرستو په زرګونو کارکوونکي ددغو دوو ایالتونو ساحلي سیمو ته استول شوي چې د خلکو د ایستلو په چارو کې مرسته وکړي.

د هغه په وینا د هند هوایي او سمندري ځواکونه د مرستو لپاره د تیارسۍ په حال کې دي.

کب نیوونکو او بیړیو ته ویل شوي چې تر راتلونکي خبرتیا پورې ځانونه په امن کړي.

د تیر کال په مۍ میاشت کې په امپان نومي طوفان کې نژدې ۱۰۰ کسان مړه شول چې د لویدیځ بنګال په ګډون د هند ختیځې سیمې یې ځپلې وې او په څو لسیزو کې بیساری و.

XS
SM
MD
LG