د لاس رسي وړ اتصالات

د مراکش مظاهره کوونکي خپل حکومت: اسرائيل عامه وژنې کړې، اړیکې ورسره پرې کړئ


د مراکش په پلازمینه رباط کې د فلسطین په پلوۍ مظاهرې
د مراکش په پلازمینه رباط کې د فلسطین په پلوۍ مظاهرې

په زرګونو مراکشیانو نن یکشنبه فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۲) د دغه هیواد په پلازمینه رباط کې مظاهره وکړه او له اسرائیل سره یې د خپل هېواد د اړیکو د پریکولو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو اسرائیل په غزه کې په ډله ییزې وژنې تورن کړ.

مراکش د ۲۰۲۰ کال په پای کې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د «ابراهیم موافقو» له مخې له اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړې او د دغو موافقو د یوې برخې په توګه، واشنګټن د افریقا د وچې د لویې صحرا په لویدیځ کې په لانجمنې سیمې کې د مراکش حاکمیت په رسمیت وپېژانده.


خو د حماس او اسرائیل ترمنځ په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې مراکشانو څو ځلې مظاهرې کړي او د دغو موافقو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

مراکشي مظاهره چیانو چې د دې هیواد د پارلمان مخې ته راټول شوي وو له ځان سره "د اړیکو نورمال کول خیانت دی" او "د قتل عام بندول" شعارونه لیږدول.

د فرانس پرس اژانس اټکل کړی چې په دې مظاهره کې له لسو زرو څخه زیاتو کسانو ګډون کړی و.

۲۵ کلن عبدالحکیم زیاني چې د طب محصل او د مظاهره کوونکو په ډله کې شامل و فرانس پرس ته ویلي چې: "موږ د ۲۴ ساعتونو بمبارۍ شاهدان یو، ماشومان ووژل شول، شاوخوا ۳۰ زره کسان مړه شول او هیڅ شی یې مخه نه شی نیولای او قتل عام دوام لری. مونږ نشو کولای چې ددغو نسل وژونکو خلکو سره راکړه ورکړه ولرو."

د مراکش حکومت په رسمي توګه پر غزې د اسرائیل بریدونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې، خو له دغه هېواد سره یې د اړیکو پرې کولو په اړه څه نه دي ویلي.

اسرائیلي چارواکو ویلي دي چې د حماس سخت دریځو د تیر کال د اکتوبر د میاشتې د اوومې نیټې د برید په ترڅ کې په دغه هیواد کې ۱۱۶۰ کسان وژلي چې زیاتره یې ولسي وګړي وو.

په غزه کې د حماس چارواکو ویلي دي چې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر اوسه ۲۸۱۷۶ تنه وژل شوي دي چې اکثر یې ملکي وګړي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG