د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا د پولیو واکسین لپاره ځانګري تدابیر نیول شوي دي


د پکتیکا روغتیايي مسوولین وايي، د يخني له ختمېدو سره سم به له ګاونډي هېواد پاکستان سره پر پوله د راستنېدونکو ماشومانو لپاره د پولیو واکسین د تطبیق ځانګړي تدابیر ونیسي.

د دې ولایت صحي کارکوونکي وايي، د پولې پر سر يې ځانګړي ټیمونه مؤظف کړي، ترڅو راستنېدونکو ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکې واکسین ورکړي.

په پکتیکا کې د پولیو اړوند د عاجلې څانکې مشر محمد نور وایي: "هغه کورنۍ چې له پاکستان څخه په منظم شکل راځي د هغوی لپاره مو ځانکړي ټیمونه مخکې له مخکې ګمارلي او هغه چې په تیت او پراګینده ډول له پاکستان څخه د پکتیکا خاورې ته را اوړي د هغوی لپاره د مارچ په لومړی نېټه نور ټیمونه ګماروو".

د ښرنې د ملکي روغتون مشر ډاکټر چنار صدیقې وایې، چې د خلکو د بې غوري او نه پاملرنې له امله په تېر میلادي کال کې د پولیو څو مثبتې پېښې ولیدل شوې.

ډاکتر چینار د ټولنې له ټولو غړو وغوښتل، چې د پولیو د ناوړه ویروس په مقابل کې د واکسین د ښه تطبیق په موخه خپل اسلامي او ټولنیز مسؤلیت ادا کړي.

هغه زیاته کړه: "زما له ځوانانو سپین ږیرو او خوندیو نه غوښتنه دا ده چې خپل ماشومان مو د پولیو پر وړاندې واکسین کړئ او هغه څوک چې د واکسین پر وړاندي خنډ جوړوي هغوی دې د اسلامي او انساني وجیبې له مخې دا کار نه کوي".

پکتیکا د افغانستان یو له پراخو او سرحدي ولایتونو څخه ګڼل کیږي، ۱۸ رسمي ولسوالۍ لري او له ګاونډي هېواد پاکستان سره شاوخوا ۳۶۵ کیلو متر ګډه پوله لري، په دې ولایت کې انګوراډه، زرمیلن، قمرالدین باډر او شکین هغه څلور بېلا بېلې لارې دي، چې د سرحد یوې او بلې غاړې ته خلک پرې تګ راتګ کوي.

د یادولو ده چې روغتیايي مسوولین د پولې پر سر د ماشومانو په واکسین کولو ځکه ټینګار کوي، چې له پولې سره نږدې دواړو غاړو ته زیات شمېر ماشومان د پولیو په ساري ناروغۍ اخته شوي او لا هم د دې سیمې ډیری نور ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ له ستر جدي ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG