د لاس رسي وړ اتصالات

په مالي کې درې فرانسوي سرتېري وژل شوي 


فرانسوي چارواکي وايي سرتېري یې په افریقا کې د افراطیانو ضد ماموریت کې بوخت دي
فرانسوي چارواکي وايي سرتېري یې په افریقا کې د افراطیانو ضد ماموریت کې بوخت دي

په فرانسه کې چارواکي وايي د افریقا په مالي کې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې درې سرتېري وژل شوي دي.

پېښه د مالي د «هوبوري» په سیمه کې شوې ده.

دا سرتېري په افریقا کې د «اسلامي افراطیانو» په ضد د روان ماموریت برخه وو.

په دغه ماموریت کې ۵۰۰۰ سرتېري شامل دي او په «هغو سیمو کې چې ترهګرې ډلې په ملکیانو بریدونه کوي او د سیمې امنیت ته خطر پېښوي،» فعالیت کوي.

د فرانسې د دفاع وزارت د خپلو وژل شویو سرتېرو هویت او عمرونه اعلان کړي‌ دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په یوې اعلامیې کې د ترهګرو خلاف د خپل هېواد په روانې مبارزې بیا ټېنګار کړی او د هغو سرتېرو هلې ځلې یې ستایلي چې په ناارامو سیمو کې د امینت او ثبات په راوستلو بوخت دي.

فرانسې له ۲۰۱۳ څخه راپدیخوا د افریقا په ساحل کې دا ماموریت پیل کړی او تر دې دمه یې ۴۴ سرتېري په دغه ماموریت کې وژل شوي دي.

د سپتمبر په میاشت کې د سړک غاړې ماین په یوې بلې چاودنې کې هم دوه فرانسوي سرتېري ووژل شول او یو ژوبل شو.

جهادیانو په افریقا کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په دې وروستیو کلونو کې یې ډېر ولسي خلک وژلي او ژوبل کړي دي. جهادیانو همدغه راز په «بورکینافاسو» او نایجر کې هم فعالیتونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG