د لاس رسي وړ اتصالات

حسن اخند: اسلامي هیوادونه باید زموږږ په رسمیت پيژندلو کې ګام واخلي


په ارګ کې د طالبانو لخوا د «افغانستان اقتصادي ستونزو هواري کنفرانس»
په ارګ کې د طالبانو لخوا د «افغانستان اقتصادي ستونزو هواري کنفرانس»

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد احسن اخند وايي «اسلام امارت» د یو نظام د رسمیت پيژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي.

هغه نن چهارشنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۲۹) په ارګ کې د «افغانستان اقتصادي ستونزو هواري کنفرانس» کې په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې «د افغانستان د اسلامي امارت» په رسمیت پيژندلو کې را وړاندې شي.

هغه وویل ټول باید د افغانستان د رسمیت پيژندلو لپاره یو ګډ ګام واخلي او په دې سره به افغانستان له اوسني اقتصادي بحران څخه ووزي.

ملا محمد حسن اخند وویل: "اسلامي امارت ټول هغه شرایط بشپړه کړي دي چې د یو نظام د مشروعیت لپاره کافي او مهم دي.هیوادنه باید جرئت وکړي او اسلامي امارت په رسمیت وپيژني او په ټول کې له افغانانو سره مرستې وکړي."

د طالبان رئیس الوزرا همدارنګه وویل چې دوی د ځان لپاره مرسته نه غواړي بلکې له له نړۍ او په ځانګړي ډول له اسلامي هیوادونو څخه غواړي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره شوې، خو په خبره یې دا چې د دوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندل شوی هیوادونه پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

ملا محمد حسن اخند وویل په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او له بهرنیو پانګولو څخه یې وغوښتل چې په په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د پانګې په کنګل کېدو سره افغانان له بشري ناورین سره مخ شوي دي او یو ځل بیا یې د افغانستان د کنګل شوو زېرمو د خلاصولو باندې ټینګار وکړ.

طالب چاراواکو په ننني کنفرانس کې وویل چې لنډ مهاله ستونزې د افغانستان اقتصادي ستونز نشي هوارولی او په خبره یې باید له دغه هیواد سره بنسټیږې مرستې وشي.

طالبانو د اګست په ۱۵ نېټه د کابل له نیولو وروسته خپل حکومت اعلان کړ چې د پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو په ګډون تر دې دمه هېڅ یو هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره د ټول شموله حکومت جوړول، ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم حق ورکول او د اقلیتونو حقوق تامینول د اساسي شرطونو په توګه وړاندې کړي دي.

متحده ایالاتو تر دې مخکې ویلي و که طالبان نړیوال شهرت غواړي باید د دوی شرایط ومني.

د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان شاوخوا ۱۰میلیارده ډالر پانګه کنګل کړل او د طالبانو لاس رسی یې ورته بند کړ چې له امله یې د دغه هیواد اقتصادي وضعیت نور هم نازک کړ.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان خلک به د سخت ژمې په رارسېدو سره له لوږې او قحطۍ سره لاس او ګرېوان وي.یاد سازمان ویلي و که چیري له دغه هیواد سره مرسته ونشي د افغانستان ۹۷سلنه وګړي به له اوسني اقتصادي وضعیت څخه اغېزمن شي.

خو د طالبانو رئیس الوزرا په ننني اقتصادي کنفرانس کې وویل هغه هیوادونه چې دوی د بشري حقونو په نقضولو تورنوي، په خبره یې هغوی د بندیزونو په لګولو سره خپله بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

هغه وویل چې له اوسني رامنځته شوي بشري کړکېچ څخه د وتلو لپاره باید د تفاهم له لارې واقعي ګامونه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG