د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال درې سوه زره زدکوونکي د کانکور ازموینه ورکوي


Afghanistan University Exam Admission
Afghanistan University Exam Admission

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږکال د لومړي ځل لپاره تر درې سوه زرو پورې د دولسم ټولګي فارغان دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته د لارې موندلو لپاره د کانکور په آزموینه کې برخه اخلي.

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت ویاند عظیم نوربخش امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې تیر کال د کانکور په آزموینو کې تر دوه سوه او اته ویشت زرو پورې د دولسم ټولګي فارغانو ګډون کړی و.

ښاغلي نوربخش وویل چې د کانکور په آزموینو کې یو کال نه بل کال ته د کانکور د آزموینې د داوطلبانو په شمیر کې زیاتوالی راځي چې د دولسم ټولګي د نوو فارغانو سربیره د تیرو کلونو فارغان هم په دې آزموینه کې برخه اخلي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د روان هجري شمسي کال د کانکور په آزموینو کې شاوخوا درې سوه زره د دولسم ټولګي فارغان برخه اخلي چې له دغه شمیر نه یوازې پنځه پنځوس زره تنه به په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې جذب شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د خپرونو رئیس او ویاند عظیم نوربخش امریکا غږ ته وویل چې د عقرب د میاشتې را په دیخوا تراوسه په ۳۷ حوزو کې د کانکور آزموینې اخیستل شوي دي.

ښاغلي نوربخش وویل" په مجموعي توګه مونږ ۳۸ حوزې لرو چې د دغو ۳۸ حوزو له ډلې په ۳۷ حوزو کې آزموینې اخیستل شوي دي ننګرهارحوزه کې د آزموینې د اخیستلو وروسته په کابل کې چې وروستۍ حوزه ده د کانکور آزموینې پیل کیږي چې لومړۍ آزموینه به یې د پنجشنبې په ورځ پیل شي".

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي چې په کابل کې تر اتیاو زرو پورې د دولسم ټولګي فارغان به د کانکور په آزموینو کې چې په څو پړاونو کې به ترسره شي برخه واخلي.

دا وزارت وایي چې د پنجنشنبې د ورځې په آزموینه کې به یوولس زره د دولسم ټولګي فارغان ګډون وکړي.

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند وایي چې سږکال دا وزارت په پام کې لري چې د کانکور د آزموینو له لارې تر پنځه پنځوس زرو پورې زده کونکي په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې جذب کړي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې تر څلوردیرشو دولتي پوهنتونونه او په همدې شمیر د ښوونکو د روزنې موسسې او دغه راز، یو شمیر د نیمه لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوي چې د دغه شمیر سربیره تر سلو پورې خصوصي پوهنتونونه هم په کابل او اکثرو ولایتونو کې په فعالیت بوخت دي چې د افغانستان د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ هر کال په زرګونو د دولسم ټولګي فارغان په دغو خصوصي پوهنتونونو کې هم جذب کیږي.

خو ډیر زده کونکي په خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو له بهیر نه راضي نه دي.

یو شمیر ځوانان دا ګڼي چې په دغو موسسو کې د یوې خوا د زده کړو فیس زیات دی او د بلې خوا په کې د زده کړو د بهیر نه په سمه توګه څارنه نه کیږي.

همدغو ستونزو ته په کتو په افغانستان کې د دولسم ټولګي د فارغانو په شمیر کې هرکال زیاتوالی راځي چې ورسره هرکال په سلګونو زره ځوانان د لوړو زده کړو د موسسو نه بهر پاتې کیږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته نومانده میرمن خاطره افغان وایي هغه هم دا ستونزه ویني او زیاتوي چې که چیرې د ولسي جرګې نه د باور رایه واخلي نو د خپلو کارونو په سر کې به په پوهنتونونو کې نوو پوهنځیو رامنځ ته کیدلو ته اقدام وکړي چې ورسره به په پوهنتونونو کې د زده کونکو د جذب شمیر هم زیات شي.

میرمن افغان چې اوړمه ورځ یې ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه بیانول وویل چې د لوړو زدوکړو وزارت چارې به له سره و ارزوي.

میرمن افغان وویل" د مالي او بشري امکاناتو پربنسټ د لوړو زده کړو وزارت اړ دی چې په دولتي پوهنتونونو کې د محصلینو د جذب د ظرفیت د لوړولو او پرمختللو زده کړو ته د لاسرسي لپاره اړونده میعارونو ته په پاملرنې نوي پوهنځي جوړ کړي".

په افغانستان کې په تیرو کلونو کې د کانکور په آزموینو کې د ځینو سیمه ایزو چارواکو د دخالت له امله څو ځلې په یو شمیر ولایتونو کې د کانکور د آزموینو پایلې لغوه شوې دي.

یو شمیر زده کونکي ادعا کوي چې د کانکور په آزموینو کې د بریالیتوب لپاره د لوړو زده کړو د موسسو یو شمیر کارکونکو له هغوی څخه د رشوت غونښتنه هم کړې ده، خو دغه شمیر ځوانانو په دې برخه کې د کره ثبوت په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

میرویس میدانوال یو ددغو ځوانانو له ډلې دی چې د کانکور په آزموینه کې د فساد د شتون په باب اندښنه لري.

میرویس میدان وال امریکا غږ ته وویل" دولس کاله مې په ښونځي کې زده کړې وکړې تر څو یوه نتیجه ترلاسه کړم، اندښنه مې داده چې آزموینه په ښه توګه تیره شي، دولس کاله مې درس ویلی دی چې بې نتیجې پاتې نشم".

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت دا ډول اندښنې نا سمې ګڼي او وایي چې د کانکور په آزموینو کې د هرډول ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي دي.

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند وایي چې په ټولو هغو حوزو کې چې د کانکور آزموینې اخیستل شوي دوی د آزموینو شفافیت او په سمه د آزموینود اخیستلو ډاډ تر لاسه کړی دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تمه لري چې د نورو کلونو په څیر به سږکال هم د خصوصي زده کړو موسسې هم په زیات شمیر د دولسم ټولګي فارغان په خپلو موسسو کې جذب کړي.

د رپوټونو له مخې په پام کې ده چې سږکال تر ۶۰ زرو ځوانان د خصوصي زده کړو موسسو ته جذب شي.

XS
SM
MD
LG