د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې درې تنه مړه شوي


د هند پونې ته څېرمه په لوېدلې څرخي الوتکه کې سپاره دوه پیلوټان ​​او یو انجینر مړه شوي دي.
د هند پونې ته څېرمه په لوېدلې څرخي الوتکه کې سپاره دوه پیلوټان ​​او یو انجینر مړه شوي دي.

هندي چارواکو ددغه هېواد په لویدیځ کې د یوې خصوصي الوتکې د لوېدو په پېښه کې د درې کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د هند د اور وژنې ادارې مسئولینو ویلي چې دغې څرخي الوتکې چهارشنبې اکتوبر دوهمه (تله ۱۱) سهار د هند د مالي مرکز ممبۍ په جنوب ختيځ کې د پونې ښار ته څېرمه له نسکورېدو وروسته اور اخیستی دی.

د اور وژنې مشر دیویندرا پوتفوډې خبریالانو ته وویل چې په الوتکه کې سپاره دوه پیلوټان او یو انجینر مړه شوي دي.

هغه وویل: ""کله چې موږ سیمې ته ورسېدو، ومو لیدل چې الوتکه غورځېدلې او ټولې برخې یې خورې ورې پرتې وې. موږ وتوانېدو چې درې مړي راوکاږو چې وروسته پولیسو ته وسپارل شول."

دا الوتکه د هند د اپوزیسیون ملتپال کانګرس ګوند لخوا کرایه شوې وه او ممبۍ ته روانه وه.

تر اوسه ددې الوتکې د غورځېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ځايي رسنیو ویلي چې د الوتکې د لوېدو پر وخت د ګرد او غبار له کبله هوا خرابه وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG