د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې ډاکټران وايي د چړو په برید کې درې تنه وژل شوي

پولیس وايي بریدګر تښتېدلي او دوی یې لټون کوي
پولیس وايي بریدګر تښتېدلي او دوی یې لټون کوي

په اسرائیل کې مقامات وايي چې په تل ابیب کې د پنجشنبې د ماښام مۍ پنځمه (غوايي ۱۵) دوو کسانو په خلکو د چړو ګوزارونه کړي، درې تنه یې وژلي او څلور نور یې ژوبل کړي دي.

چارواکي وايي چې بریدګر له سیمې څخه په یو موټر کې تښتېدلي، پولیسو لارې کوڅې بندې کړې او د هغوی د نیولو هلې ځلې یې پیل کړي‌ دي.

برید د اسرائيل د استقلال په ورځ شوی دی او دا په دې وروستیو اونیو کې د خپل ډول تازه برید بلل کېږي.

په دې وروستیو کې د اسرائیل او فلسطینانو ترمنځ شخړې بیا پارېدلي دي چې په لویدیځه غاړه کې پوځي عملیات، په بیت المقدس کې تاوتریخوالی او په اسرائیل کې بریدونه په کې شامل دي.

په اسرائیل کې د «ماګن ډیویډ ادم » د ژغورنې د ادارې کارکوونکي الون ریزکان وویل چې د تل ابیب په ایلاد سیمه کې یې درې مړي او څلور زخمیان لیدلي دي. چارواکي وايي د یو زخمي‌ حالت ترېنګلی دی.

اسرائيلي مطبوعات د پولیسو په حواله وايي‌ چې بریدګر دوه تنه وو چې تر نیمې شپې پورې هم نیول شوي ‌نه وو. پولیسو له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته ورنشي او که کوم مشکوک موټر یا سړی یې ولیده، هغوی دې پرې خبر کړي.

د حماس ډلې، چې په غزه واکمنه ده، دا برید ستایلی دی او هغه یې په بیت المقدس کې له تاوتریخوالي سره تړلی بللی دی. د حماس ډلې ویاند حازم قاسم وویل: «د الاقصی په جومات باندې یرغل بې ځوابه نه پاتې کېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا یو ترهګریز برید بللی دی. د وزارت ویاند نید پرایس وویل چې دا «د نفرت پاروونکو ترهګریزو بریدونو لړۍ ده چې اسرائيل ته یې ټکان ورکړی» دی.

په دې وروستیو کې دغلته روان تاوتریخوالی د تېرو کلونو په پرتله بیساري بلل کېږي. په پنځو بریدونو او تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۸ اسرائیلیان او ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي. ویل کېږي چې په وژل شویو فلسطینیانو کې یې اکثره هغه خلک وو چې په خشونت او بریدونو کې دخیل وو،‌ خو یوه ښځه او یو وکیل، چې ګمان کېږي په غیر عمدي ډول په ډزو وېشتل شوي، هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG