د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د خبریالانو د هدفي وژنو په پای ته رسولو ټینګار


د بې‌پولې راپورورکوونکو سازمان په ۲۰۲۰ کې افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونې هېواد بللی او له افغان چارواکو څخه یې غوښتي چې له خپل ټول قوت څخه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کار واخلي.

دغې ټولنې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ورځ په غور ولایت کې د خبریال بسم‌الله عادل ایماق وژنې ته په اشارې ویلي نوموړی پنځم خبریال دی چې له دوو میاشتو څخه په کمه موده کې په افغانستان کې وژل کېږي.

د افغانستان او ایران لپاره د بې‌پولې راپور ورکوونکو سازمان مشر رضا معیني په یو بیان کې ویلي چې د خبریالانو د وژنې په قضیو کې ابهام او د مجرمینو بخښل په افغانستان کې د "ناورین" اصلي عامل دی او د هدفي وژنو عاملین ترې ګټه اخلي.

هغه زیاته کړې: "ار اس اف له دې سره هم‌مهاله چې د افغانستان له مسولو چارواکو څخه د خبریالانو د امنیت د تضمین او په دې برخه کې د لازیات قوت څخه د کار اخیستلوغوښتنه کوي، د خبریالانو د هدفي وژنو د پای ته رسولو لپاره په نړیواله کچه د عدالت‌غوښتنې ټولې لارې هم تعقیبوي".

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې د خبریالانو هدفي وژنې په دغه هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو باندې منفي اغیزې کړې دي.

د دغې کمېټې رئيس نجیب شریفي امریکا غږ ته وویل: "په رسنیو کې په پراخه توګه د ځان سانسورول رامنځ ته شوي دي، سربېره پر دې د رسنیو یو شمیر کارکوونکو هم خپلې دندې پرېښې دي او یو شمیر نور په محدوده او تنګه فضا کې فعالیت کوي".

ښاغلي شریفي ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدمات ترسره کړي ترڅو د رسنیو فعالان په ازاده فضا کې کار وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د خبریالانو د امنیت ټینګولو لپاره د رسنیو له ملاتړو بنسټونو سره په همغږۍ کار کوي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین امریکا غږ ته وویل: "په وروستیو کې موږ د داعي او شهیدې ملالۍ میوند قاتلان نیولي دي، چې دوی د طالبانو د ډلې غړي دي. موږ هڅه کوو ټول هغه موارد چې له امنیتي پلوه مهم دي تعقیب یې کړو".

طالبانو په افغانستان کې د خبریالانو د هدفي وژنو په پېښو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۰ کې اته تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG