د لاس رسي وړ اتصالات

اداري فساد؛ لوړپوړي چارواکي او قاچاقبران محکمو ته سپارل شوي ـ لویه څارنوالي


 لویه څارنوالي وايي، روان ۱۳۹۹ کال کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي شوې
لویه څارنوالي وايي، روان ۱۳۹۹ کال کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي شوې

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، یادې ادارې په روان ۱۳۹۹ کال کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسیدګي کړې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن چهارشنبه جنورۍ ۶ (مرغومې ۱۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اداري فساد دغه قضیې د ملکي او نظامي سټکور اړوند دي.

د هغه په وینا ددغو قضیو له جملې نه ۱۱۲۲ د ولایتونو له اداري فساد سره د مبارزې د استېناف څارنوالیو، ۴۰۳ قیضې په کابل او ۲۷۸ نورې یوازې په کابل کې له درنو جرمنو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې ثبت شوي دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه چې له درنو جرمونو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د اداري فساد د ۲۷۸ قضیو له جملې نه ۲۱۵ قضیې د ملکي بنسټونو او ۶۳ نورې قضیې د امنیتي او دفاعي سکټور اړوند وې.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وویل چې له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز به ۱۳۹۹ کال کې ۱۳۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده او قانوني پرېکړې یې کړي دي، خو وايي چې ۱۴۶ نورې قضیې تر څېړنو لاندې دي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د معافیت فرهنګ مخ په ختمېدو دی او زیاته یې کړه د یو شمېر کسانو اعتراضونه چې راپورته شوي دي لویه څارنوالي به یې په خبره بې اساسه ادعاوې له منځه یوسي.

د لویې څارنوالۍ ویاند همدارنګه وویل چې په لومړي ځل د افغانستان په تاریخ کې د حکومت لوړپوړي چارواکي، قاچاقچبران او متخلف قانون ماتوونکي محکمو ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "لویې څارنوالۍ د یو خپلواک بنسټ په توګه هېڅکله د سیاسي او ټولینز شرایطو تر اغېزې لاندې تصمیم نه دی نیولی او وبه یې هم نه نیسي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لویې څارنوالۍ په روانه میاشت کې د رشوت اخیستلو په تور د مشرانو جرګې د درې سناتورانو د نیول کېدو خبر ورکړ.

خو یادې ادارې وروسته وویل چې درې وړاه سناتوران یې د مشرانو جرګې د غوښتې په اساس په ضمانت بیرته خوشي کړي، خو وايي چې قضیه یې تر څېړنو لاندې ده.

همدارنګه لویې څارنوالۍ روانه میاشت د رشوت غوښتلو په تور د عامې روغتیا وزارت د څلورو مامورینو د نیول کېدو خبر هم ورکړ، خو تر دامهاله یې په اړه بشپړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

په روغتیا وزارت کې د اداري فساد په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د یاد وزارت وزیر هم د ولسمشر لخوا له دندې څخه لیري شوو.

XS
SM
MD
LG