د لاس رسي وړ اتصالات

د فساد په تور نیول شوي سناتوران په ضمانت خوشي شوي- چارواکي


تیره اونۍ په بلخ ولایت کې رشوت اخیستلو په تور درې سناتوران نیول شوي وو
تیره اونۍ په بلخ ولایت کې رشوت اخیستلو په تور درې سناتوران نیول شوي وو

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د رشوت اخیستلو په تور درې تنه نیول شوي سناتوران یې په ضمانت خوشي کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن یکشنبه، جنورۍ ۳ (مرغومې ۱۴) ویلي چې لویې څارنوالۍ د یادو سناتورانو د بند موضوع د تصویب لپاره له مشرانو جرګې سره شریکه کړې، خو په وینا یې مشرانو جرګې یاده موضوع نه ده تصویب کړې بلکې په ضمانت یې د یادو کسانو خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي رسولي له رسنیو سره په دې اړه شریک شوو معلوماتو کې ویلي: "د افغانستان لویې څارنوالۍ یاد سناتوران د قانون په رڼا کې د ضمانت په بدل کې خوشي کړل، دوسیه تر څېړنو لاندې ده."

لویې څارنوالۍ تیره اونۍ په بلخ ولایت کې رشوت اخیستلو په تور د مشرانو جرګې درې سناتورانو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

د چارواکو په وینا یاد سناتوران پر چارو د نظارت او څېړنو لپاره بلخ ولایت ته تللي وو چې په حیرتان بندر کې د ۴۰زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس نیول شوي دي.

خو مشرانو جرګې تېره اونۍ وویل چې په دې اړه له دوی سره لازم جزئیات نه دي شریک شوي.

مشرانو جرګې همدارنګه تمه ښودلې وه چې یاده قضیه د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې په عادلانه توګه وڅېړل شي.

یادې جرګې ویلي چې یو پلاوی یې ټاکلی تر څو د جرګې له نیول شویو غړو، لویې څارنوالۍ او ملي امنیت عمومي ریاست سره په اړیکه کې شي او په دې اړه لازم معلومات تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG