د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا وزارت څلور مامورین د "رشوت غوښتلو په تور نیول" شوي


تر دا مهاله د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او هغه کسان چې د رشوت غوښتلو تور ورباندې پوري دی څه نه دي ویلي.
تر دا مهاله د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او هغه کسان چې د رشوت غوښتلو تور ورباندې پوري دی څه نه دي ویلي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د عامې روغتیا وزارت څلور کار کوونکي یې د رشوت غوښتلو په تور نیولي دي.

لویې څارنوالۍ نن سې شنبه، ډسمبر ۲۹( مرغومې ۹) ویلي چې یاد کسان د څو تنو د اطلاع او شکایت په اساس د ملي امنیت عمومي ریاست سره په همغږۍ نیول شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شوي کسان دا مهال تر څېړنو لاندې دي چې په وینا یې بشپړ جزئیات به له هغوی څخه تر څېړنو وروسته شریک شي.

تر دا مهاله د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او هغه کسان چې د رشوت غوښتلو تور ورباندې پوري دی څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې لویې څارنوالۍ تېره ورځ هم په بلخ ولایت کې د رشوت اخیستلو په تور د افغانستان د مشرانو جرګې د درې سناتورانو د نیول کېدو خبر ورکړ.

د چارواکو په وینا یاد سناتوران پر چارو د نظارت او څېړنو لپاره بلخ ولایت ته تللي وو چې په حیرتان بندر کې د ۴۰زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس نیول شوي دي.

لویې څارنوالۍ تېره ورځ وویل چې د نیول شوو سناتورانو راپور یې له مشرانو جرګې سره شریک کړی، خو مشرانو جرګې نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دې اړه له دوی سره لازم جزئیات نه دي شریک شوي.

نن سې شنبه د مشرانو جرګې په اعلامیه کې راغلي:"د ملي شورا مشرانو جرګې خبر ترلاسه کړ چې د روان کال، لیندۍ په اوومه نېټه د دې جرګې درې غړي په بلخ ولایت کې د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت د لوی ریاست له لورې نیول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې سره د قضیې په تړاو لازم جزیات نه دی شریک شوي، دا جرګه له اړوندو ادارو څخه د اساسي قانون د احکامو، په ځانګړې توګه د یوسل او دویمې (۱۰۲) مادې د رعایت غوښتنه کوي."

مشرانو جرګې همدارنګه تمه ښودلې چې یاده قضیه د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې په عادلانه توګه وڅېړل شي.

یادې جرګې ویلي چې یو پلاوی یې ټاکلی تر څو د جرګې له نیول شویو غړو، لویې څارنوالۍ او ملي امنیت عمومي ریاست سره په اړیکه کې شي او په دې اړه لازم معلومات تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG