د لاس رسي وړ اتصالات

په ګورنو بدخشان کې د واورو ښویدو له کبله ۱۹ تنه مړه شوي


تاجیکستان
تاجیکستان

په تاجیکستان کې چارواکو د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب اول) وویل چې د واورو د ښویدو په وروستیو پیښو کې په دغه هېواد کې د مړو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

تاجیکستان د افغانستان سره په ګاونډ کې د منځنۍ اسیا یو غرنی هیواد دی چې سږکال په کې ډیره واوره شوې ده.

د تاجیکستان د بیړنیو خدمتونو ادارې په یو بیان کې ویلي چې "د فبرورۍ له ۱۵ څخه د فبروري تر ۱۹ پورې، ۲۰۰ ځلې د واورې ښویدنې (برف کوچ) اوه د ځمکې ښویدنې او شپږ د ډبرو د رالویدلو پیښې ثبت" شوي‌ دي.

دې ادارې زیاته کړې: "زموږ ۱۹ اتباعو په واورو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ."

تاجیکستان، چې په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد تر ټولو بې وزله هېواد دی، د طبیعي پېښو له خطر سره مخامخ دی.

د واورو د ښویدنې نږدې ټول قربانیان د غرني بدخشان (ګورنو بدخشان) اوسیدونکي دي؛ هغه خپلواکه سیمه چې د افغانستان، چین او قرغزستان سره ګډه پوله لري او د پامیر غرونو محاصره کړې ده. ددې سیمې د غرونو لوړه څوکه ۷۰۰۰ متره لوړه ده.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان چې له دریو لسیزو راهیسې په واک کې دی، د پخواني شوروي اتحاد د هېوادونو د مشرانو او همدارنګه د روسیې د ولادیمیر پوتین او د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي له خوا د خواخوږۍ پیغامونه ترلاسه کړي دي.

د ګورنو بدخشان منزوي سیمه د تاجیکستان شاوخوا نیمایي برخه جوړوي، خو ددې هیواد د ۹.۵ میلیون نفوس یوازې دوه سلنه په کې اوسیږي.

د ازادې اروپا د ازادۍ رادیو د تاجیکستان څانګې د رپوټ له مخې د منځنۍ آسیا ددې هیواد ۹۳ فیصده اراضي غرنۍ ده او د واورې ښویدنې په پیښو کې هر کال په لسګونو خلک مړه کیږي.

XS
SM
MD
LG