د لاس رسي وړ اتصالات

په لبنان کې د حماس ډلې یو مشر په چاودنې کې ووژل شو 


صالح العاروري د حماس ډلې یو مخکښ مشر و
صالح العاروري د حماس ډلې یو مخکښ مشر و

د حماس ډلې مسئولین او د حزب الله ډله وايي چې د لبنان په مرکز بیروت کې په یوې چاودنې کې د حماس یو مشر صالح العاروري او د دغه ډلې درې غړي وژل شوي دي.

دا چاودنه د سه شنبې په ورځ جنوري دویمه (مرغومې۱۲) شوې ده چې د لبنان د دولتي خبري اژانس د راپور په اساس شپږ تنه په کې وژل شوي دي.

دغه اژانس وايي چې دا د اسرائیل د یو بې پیلوټه الوتکې برید و. چاودنه د بیروت د مشرفیه په سیمه کې شوې، چې د حزب الله ډلې غړي په کې فعال دي.

که اسرائیل په دغه برید کې لاس ولري، ممکن په منځني ختيځ کې د شخړې د پراخېدو لامل شي، د حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله خبرداری ورکړی و چې په لبنان کې به د حماس ډلې په مشرانو باندې د اسرائیل د هر ډول برید غچ اخلي.

د حماس ډلې یو ویاند باسم نعیم اسوشیېتدپرس اژانس ته د العاروري وژل کېدل تائید کړي دي. د حزب الله ډلې، یو مقام چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، هم منلې ده چې په برید کې العاروري وژل شوی دی.

العاروري د حماس ډلې د پوځي څانګې له بنسټګرو څخه ګڼل کېده او یو مهال په لویدیځه غاړه کې د دغې ډلې پوځي مشر و. ځینو رسنیو هغه د حماس ډلې دویم لوی مشر یاد کړی.

العاروري چې په لبنان کې اوسېده، اسرائیل تورن کړی و، چې د دغه هېواد په پوځيانو باندې یې څو بریدونه تنظیم کړي او ترسره کړي دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اکتوبر د اوومې نېټې له برید څخه مخکې هم د العاروري د وژلو ګواښ کړی و.

د اسرائیل پوځ د اکتوبر په میاشت کې په لویدیځه غاړه کې د العاروري کور ویجاړ کړ. په اسرائیل باندې د حماس له برید او د غزې له جګړې وروسته، د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې د جنګیالیو او اسرائیل ترمنځ څو ځلې ډزې تبادل شوې دي.

د العاروري تر وژل کېدو څو ساعته مخکې د حزب الله ډلې ویلي وو چې د اسرائیل پوځ په څو پوستو یې بریدونه کړي دي.

د حماس ډلې په یوې اعلامیې کې په العاروري باندې برید د اسرائیل «تروریستي او خاینانه» عمل یاد کړی دی. د فلسطین د خپلواکې ادارې صدراعظم محمد اشتیه دا برید غندلی دی او ویلي دي چې د «معلومو جنایتکارانوح» دا عمل به عواقب ولري.

دا په داسې حال کې متحدو ایالتونو د العاروروي په سر جایزه اېښې وه او ویلي وو که هر چا داسې معلومات ورکړل چې په اساس یې العاروري پیدا شي، پنځه میلیون ډالر ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG