د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل لوی درستیز: د غزې جګړه به 'څو نورې میاشتې هم دوام' وکړي


غزه
غزه

اسرائیل د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا پداسې حال کې پر غزې هوايي بریدونه وکړل او توغندي یې وتوغول چې د دې هیواد د وسله والو ځواکونو مشر خبرداری ورکړ چې د اکتوبر د اوومې نیټې راهیسې د حماس سره روانه جګړه به "ډیرې نورې میاشتې" دوام وکړي.

د اسراېیل د وسله والو ځواکونو مشر هیرزي حلوي د سه شنبې په ورځ ناوخته وویل: "د دې جګړې اهداف اړین دي او د ترلاسه کول یې ساده ندي." له همدې امله، جګړه به څو میاشتې نوره هم دوام وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې چاودنو د غزې په جنوب کې د خان یونس ښار د شپې اسمان روښانه کړ چې د اسرائیل د پوځ په وینا د غزې په شمال کې د عملیاتو د کنټرول د ترلاسه کولو وروسته یې تمرکز سختو ښاري جګړو ته اړولی دی.

د عیني شاهدانو په وینا، د غزې په شمال کې د غزې ښار په شاوخوا کې هم سختې نښتې یو ځل بیا پیل شوې، په داسې حال کې چې د رفح ښار ته نږدې یو هوایي برید ۱۱ کسان ټپیان کړي او یو لیرې سویلي ښار له داخلي بې ځایه شویو څخه ډک دی.

د بلې خوا د شاوخوا ۲۱ زرو فلسطینیانو د مړینې راپور او د غزې پراخ بشري بحران د اسرائیل او حماس ترمنځ د روانې شخړې د پای ته رسولو غوښتنې زیاتې کړې دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وار وار ژمنه کړې چې د حماس د له مینځه وړلو کمپاین ته به دوام ورکړي. د حماس سخت دریځه ډله د متحده ایالاتو او اروپایی اتحادیې لخوا د "ترهګر" سازمان په توګه په تور لیست کې شامل دی.

د اسرائیل او حماس ترمنځ شخړه هغه مهال پیل شوه چې د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید وکړ او د اسرائیلي سرچینو په وینا چې د فرانس پرس اژانس ترلاسه کړي شاوخوا ۱۱۴۰ کسان یې ووژل، چې زیاتره یې ملکي وګړي وو.

اسرائیل وايي، ددې هیواد په تاریخ کې د تر ټولو خونړي برید په ترڅ کې، فلسطیني وسله والو همداشان شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي، چې یو شمیر یې خوشې شوي او ۱۲۹ تنه یې لا هم په بند کې پاتې دي.

اسرائیل د حماس د برید په غبرګون کې پر غزې هوایي، تويخانې او راکټي بریدونه کړي او د اکتوبر د ۲۷ نیټې د ځمکني برید په تعقیب یې په بې رحمانه بمبارۍ او محاصرې ځواب ورکړ.

په غزې کې د حماس د روغتیا وزارت لخوا د وروستي شمیرو له مخې، د اسرائیل په بریدونو کې لږترلږه ۲۰۹۱۵ کسان وژل شوي چې ډیر یې ښځې او ماشومان دي.

د اسرائیل پوځ وایي تر اوسه په غزه کې ۱۶۴ اسرائیلي سرتیري په جګړه کې وژل شوي دي. همداشان د غزې د روغتیایي مقاماتو په وینا اسرائیل د سه شنپې په ورځ د ۸۰ فلسطینیانو مړي چې په غزه کې وژل شوي د ارزونې وروسته چې په کې یرغمل شوي کسان نه وي شامل، دوی ته سپارلي دي.

له جګړې څخه تیښته

په غزه کې دغه جګړه پداسې حال کې دوام لري چې ددغه ځاي دوه عشاریه څلور میلیونه اوسيدونکي د څښاک د پاکو اوبو، خوراکي توکو، د تيلو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ دي او يوازې يوه لږه اندازه مرستې دغې سيمې ته داخليږي .

د غزې شاوخوا یو عشاریه نهه میلیونه اوسیدونکي له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي. د فلسطین د ادارې مشر محمود عباس وايي چې په غزه کې جګړه "له کړکیچ څخه اوښتي او په یو قتل عام بدله شوې ده" او ځینې فلسطیني چارواکي وایي هغه څه چې اوس په غزه کې روان دي "د ۱۹۴۸ کال د جګړې په پرتله ډیر بد" دي.

د منځني ختیځ کړکېچ

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د سه شنبې په ورځ د اسرائیل د ستراتیژیکو چارو له وزیر ران ډریمر، سره وکتل او د اسرائیل او حماس په جگړه کې یې د یو "متفاوت فصل" په باب خبرې وکړې. سپینه ماڼۍ وايي، دا غونډه یو فرصت دی چې د جګړې د لارې د بدلولو په اړه خبرې وکړي "د یو بل فصل په لور چې پاملرنه تر ټولو زیاته د حماس لوړو ارزښت لرونکو اهدافو ته واوړي".

له بلې خوا د منځني ختیځ په مختلفو سیمو کې د دغې جګړې له امله رامنځ ته شوی کړکېچ په داسې حال کې څرګند دی چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو اسرائیل ضد ډلو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د حزب الله ډلې یو غړی د چهارشنبې په ورځ د لبنان پر سرحدي سیمو د اسرائیل په برید کې وژل شوی او په سوریه کې د دوشنبې په ورځ د اسرائیل په هوايي برید کې د ایران یو جګپوړی قوماندان ووژل شو.

په عراق کې، د امریکا پوځ د سه شنبې په ورځ د ایران پلوه هغو ډلو په وړاندې هوایي بریدونه وکړل چې د متحده ایالاتو او متحدینو په ځواکونو باندې په بریدونو کولو تورن دي.

په یمن کې حوثي یاغیانو په وار وار پر اسرائیل او د سره سمندرګي له اوبو څخه تیریدونکو کښتیو باندې توغندي ویشتلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه د حماس ډلې په ملاتړ ترسره کوي. د امریکا د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې تر اوسه یې د حوثیانو لسګونه بې پیلوټه الوتکې او راکټونه ویشتلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG