د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د پاکستان حکومت او ټي ټي پي دې خپل منځ کې سره جوړ شي


عکس: پاکستاني طالبان
عکس: پاکستاني طالبان

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې ته مشوره ورکړې چې د پاکستان د حکومت سره دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې هواري کړي او دا ځکه چې جګړې نظامونه تباه کوي.

محمد نبي عمري د سه شنبې د ورځې ناوخته اپریل دوییم (وري ۱۴) د خوست په ولایت کې یوې غونډې ته په وینا د پاکستان له حکومت هم ورته غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه حکومت ته يې مشوره داده چې د تحریک طالبان پاکستان سره دې جوړه وکړي.

ښاغلي عمري وویل: " د پاکستان حکومت باندې غږ کوو هغه وروڼه چې دوی سره جنګیږي هغوی ته هم مشوره ورکوو چې جنګونه مونږ لیدلي دي، انقلابونه مونږ لیدلي دي. جنګونه انقلابونه ستونزې پیدا کوي انقلاب پیدا کوي وطن ورانوي اقتصاد ختموي نظام تباه کوي، په خپل منځ کې سره جوړ شئ".

د خوست ولایت د شمالي وزیرستان سره په ګاونډ کې پروت دی. محمد نبي عمري وویل د تحریک طالبان پاکستان ډله چې د پاکستاني ځواکونو په خلاف جنګیږي که دا ډله خپلې وسله والې مبارزې ته جهاد وايي او که جنګ د طالبانو حکومت ددغې ډلې په کارونو کې مداخله نه کوي.

هغه وویل چې که کومې ډلې سره د خلکو ملاتړ نه وي که سل کاله هم وجنګیږي نظام نشي پرځولی. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو ډلې ځکه په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ چې د خلکو ملاتړ ورسره وو.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې لا تر اوسه د طالبانو د حکومت دغه چارواکي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د پاکستان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو څخه غوښتي چې په پاکستان کې تروریستي بریدونه دې په څرګنده وغندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مارچ په ۲۴ (وري څلورم) په لندن کې په یو خبري کنفرانس کې د خبرو په وخت د افغانستان په خاوره د پاکستان د پوځ د هوایي بریدونو دفاع وکړه او وویل چې پاکستان د افغانستان په خاوره دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس د ترهګرو په پټنځایونو کړي دي .

اسحاق ډار په خپلو خبرو کې یو ځل تور ولګوه چې په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه د ټي ټي پي لخوا شوي چې په افغانستان کې میشت دي. هغه وویل چې د طالبانو حکومت باید ددې ترهګریزو بریدونو غندنه وکړي .

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د مارچ په ۱۶(کب ۲۶) په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" جنګیالي شته او ویلي و چې داسې شواهد لري چې دا ډله د افغانانو په وسیله د هند څخه پیسې ترلاسه کوي.

په عین وخت کې د پاکستان د امنیتې ځواکونو یوې سرچینې د سه شنبې په ورځ اپریل دوییم (وري ۱۴) ویلي چې ددغه هیواد پولیسو په چینایي انجیرانو باندې د ځانمرګي برید په تړاو ۱۲ تنه نیولي چې افغان وګړي هم پکې شامل دي.

د پولیسو دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته پرته له دې چې نور جزیات ورکړي، وویل چې تر لسو ډیر مشکوک کسان نیول شوي چې افغان اتباع هم پکې شامل دي خو دا یې نه دي ویلي چې دا کسان چیرته او څه وخت نیول شوي دي.

ددې دمخه پاکستاني امنیتي چارواکو تورلګولی و چې پر چینايي انجینرانو باندې په برید کې یو موټر چې د افغانستان څخه وروړل شوی و ورڅخه کار اخیستل شوی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی او د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې هم تیره اونۍ ویلي چې په دې برید کې یې لاس نه درلود. خو د پاکستان پولیسو د لومړنیو معلوماتو پر اساس ویلي چې داسې ښکاري چې دا برید به ټي ټي پي کړی وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG