د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه


د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیت
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیت

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ یو پلاوي کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ګډون ددغه حکومت یو شمیر چارواکو سره د سوداګریزو، ترانزيټي او اقتصادي اړیکو په برخو کې پر شته ستونزو او د هغوی پر هوارولو خبرې کړي دي.

پاکستانی پلاوی د مارچ پر ۲۵مه نېټه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په بلنه کابل ته تللی وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مخکینی مشر خان جان الکوزي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې په دې لیدنو کې له پاکستاني پلاوي سره د ټرانزیټې سوداګرۍ، د لارو پر بندولو، د ولاړو ګاډو، پر کراچۍ بندر د قانوني مقرراتو امر (اېس ار او) او پر منفي نوملړ (هغه توکي چې له ټرانزیټې سوداګرۍ اېستل شوي دي) باندې خبرې وشوې.

خان جان الکوزي زیاته کړه چې پاکستاني پلاوي ویل، پر دغه یادو مسایلو به وروسته خبرې وکړي خو اوس به پر بانکي ضمانت کار وکړي او بله داچې لارې به هم خلاصې کړي.

پاکستان د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ په برخه کې د اېس ار او په نامه قوانین صادر کړي چې پر یوشمېر ټرانزیتي توکیو به افغانان، د پاکستان حکومت ته ۱۰ فیصده ګمرک ورکوي. او کراچۍ بندر ته پر راوړنکو افغان مالونو به ۱۰۰ فیصده بانکي ضمانت ورکوي.

د بېلګې په توګه که یو سوداګر د ۵۰ زره ډالرو کانټېنر راوړي نو په همدومره حساب به ډالر په پاکستاني بانک کې ضمانت ږدي. دا پیسې به په ضمانت کې تر هغو په بانک کې پرتې وي چې کله مالونه تر خپل ټاکلي ځایه ورسېږي نو له هغه پس به سوداګر ته بیرته ورکول کېږي.

د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه سوداګري

خان جان الکوزی وايي، چې پاکستان په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې امنیتي او سیاسي مسایل ورګډوي، کله وايي، تحریک طالبان پاکستان دی، کله وايي، امنیت خراب دی. هغه وایي: ”پاکستاني پلاوي دا خبرې کولې، کله چې د دوی په ملک کې خلک مړه شي، نو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هېڅ غبرګون نه ښيي او نه یې غندنه کوي. نو ما ورته ویل، چې دا سیاسي خبرې دي، موږ په دې کې بحث نشو کولای. “

ښاغلي الکوزي په خپلو خبرو کې د پاکستاني پلاوي په ورتګ هیله مندي ښکاره کړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ په لړ کې به پرمختګ وشي.

خو په اسلام اباد کې د پاکستان د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د افغانستان او پاکستان ترمینځ د دوه اړخیزه سوداګرۍ پر وړاندې لوی خنډ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې امنیتي حالاتو جوړ کړی دی. نوموړی زیاتوي چې پاکستان له افغانستان سره سوداګري کمول نه غواړي خو کوم خنډونه چې یې پروړاندې راپیدا شوي دي د هغوی د لیرې کولو لپاره نه پاکستان او نه هم افغانستان چمتو دی.

اکرام هوتي د ځینو نورو کارپوهانو له خولې وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ سیاسي کړکېچ داسې کچې ته رسېدلی دی چې د هغې د هوارولو لپاره اسانې لارې نشته. د نوموړي په اند کله چې پر پوله حالات کړکېچن شي او یا هم کله د ترهګرۍ پېښه وشي، نو یو خو د پېښې په غبرګون کې لارې بندې شي او بل یې د ویرې له وجې هم بندوي.

داسې ښکاري چې د پاکستان لپاره له افغانستان سره دمګړۍ تر ټولو لویه لانجه د تحریک طالبان پاکستان پر سر جوړه شوې ده چې له همدې څخه پر سوداګرۍ هم لوی منفي اغېز پرېوتی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم د مارچ پر ۲۰مه نېټه له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي و، که افغانستان پر خپله خاوره د فعالو ترهګرو مخنیوی ونکړي نو دوی کولای شي چې له هند سره د افغانستان تجارتي لاره چې پر پاکستان تېرېږي، وتړي.

خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو دریځ دا دی، چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او خپله دې دغه لانجه په کور دننه هواره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG