د لاس رسي وړ اتصالات

د ټیلرسن او عرب مشرانو خبرو لا د قطر کړکیچ ندی حل کړی


د قط‏ر د بحران په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن د عربي هیوادونو د مشرانو سره خبرې پاې ته ورسیدې خو هغوې په دی کې بریالي نشول چې د قط‏ر د بحران د ختمیدو لپاره یوه څرگنده لاره وټاکي.

ټیلرسن په جده کې د خبرو نه وروسته کویت ته لاړو خو هلته یې د خپلو خبرو په هکله څه نه دې ویلي.

ټیلرسن چې د قطر او د عربي هیوادونو ترمنځ د منځگړې رول لوبوې د چارشنبې په ورځ د امریکا او د قطر ترمنځ د ترهگرۍ په ضد یو تړون لاسلیک کړ خو د قطر مخالفین واېي چې په دغه تړون کې د دوې اندیښنو ته ځواب ندې ویل شوی.

د متحده عربي اماراتو یو لوړپوړي چارواکي امریکا غږ ته وویل چې دغه تړون باید د سعوي، عربي اماراتو، بحرین او مصر ټول اعتراضونو ته ځواب ومومې او ختم یې کړې.

دغو څلورو عربي هېوادونو د جون په پنځمه په قط‏ر د ترهگرو سره د مرستې په تور بندیزونه ولگول. په دی برسیره د قط‏ر مخالفین دا هم وایي چې قط‏ر په سورېې کې د ایرانې ملیشو سره مرسته کوي. ایران دغه تورونه رد کړیدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن کوښښ کوي چې د امریکا د متحدینو عربي هیوداونو ترمنځ دغه اختلافات ختم کړي. داسې ویل کیږي چې د عربي هیوادونو ترمنځ دغه لانجه په تاریخ کې ساری نلری.

ټیلرسن د سعودي د پاچا سلمان او د هغه د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم ملاقات وکړ او د هغوې سره یې ترهگرۍ په ضد د مبارزې او هغوې ته د مرستو د بندولو په هکله خبرې وکړې.

محمد سلمان ټیلرسن ته د هرکلې په وخت وویل "مونږ ډیر خوشحاله یو چې زمونږ ترمنځ همکاري د پخوا په پرتله زیاته شویده او د دواړو ملکونو اړیکې لا ښې شویدي."

امریکایي چارواکي وایي چې ټیلرسن به د پنجشنبې په ورځ ( جولایي ١٣) قطر ته سفر وکړې. هغه به د قطر د امیر شیخ تمیم بن ثاني سره د جده د خبرو په هکله وغږیږي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زید النهایان خبریالانو ته وویل چې هغه فکر نه کوي د ټیلرسن سفر به د قط‏ر بحران ختم کړي.

زما په فکر دا به تشنج راکم کړې خو مسله نشې حلولې او دغه مسله به په راتلونکې کې نوره جدې شي.

د قطر مخالفې ډلې عربي هیوادونو د قطر نه غوښتې چې د ایران سره اړیکې وشلوې، او مشهور ټیلویژن الجزیره وتړې. په دی بر سیره هغوي دا هم غواړې چې قطر دی په خپل ملک کې د ترکیې پوځې اډه هم بنده کړې او په خپل ملک کې موجود ترهگر دی هغوې ته حواله کړي.

XS
SM
MD
LG