د لاس رسي وړ اتصالات

داسې نه ښکاري چې د قط‏ر مسله به ‏ژر حل شي


د خلیج د هېوادونو بندیزونو د قطر اقتصاد گډوډ کړیدی. د کویټ امیر صبا احمد الصبا، چې د دواړو خواو تر منځ منځگړتوب کوي، په دی خبرې ټینگار کوي چې قطر دیته تیار دی چې د خپلو گاونډیانو د اندیښنو د لېری کولو دپاره جدي اقدامات وکړی.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه د دوشنبې په ورځ د سعودی عربستان د چارواکو سره د قطر د بحران په هکله د خبرو دپاره هغه هیواد ته په سفر تللي دي.

د پاکستان یو پخواني سفیر جاوید حفیظ امریکا غږ ته وویل "پاکستان کولی شي یو مثبت رول ادا کړی خو دا به ډیرمحدود رول وي ، ځکه چې پاکستان نه اقتصادی اونه سیاسی نفوذ لری."

هغه زیاته کړه د پاکستان رول باید بیطرفه وي او د پاکستان مشران باید قطرته هم سفر وکړی.

د قطر د بهرینو چارو وزیر محمدعبدل الرحمان الثانې اروپا ته تللی چې د برتانېې او د فرانسې د بهرینو چارو د وزیرانو سره وگوري. هغه وایي چې ددی هېواد د لارو بندول غیرعادلانه دي او قطر دیته تیار دی چې د خلیج د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو سره خبري وکړي.

هغه واېې چې د قطر مهم هدف د بندیزونو لیرې کول دي او وایي چې دغه بندیزونه غیرقانوني دي.

ښاغلي الثاني دا هم وویل چې د دغو بندیزونو له وجې په قطر کې خلکو ته مشکلات پیدا شويدي.

د متحده عربې اماراتو د بهرینو چارو وزیر انورگرگش په ټویټرکې لیکلي چې متحده عربې امارات، سعودی عربستان، بحرین او کویت په قطر بندیزونه لگولي خو لارې دې نه بندوي.

گرگش لیکې چې په قطر په دی وجه بندیزونه لگول شوي چې دوها د ټرورسټې ډلو ملاتړ کوی. قطر دا تورنه رد کړي دي.

د متحده عربې اماراتو رسنیو د هغو ټرورسټانو نومونه خپاره کړې چې قطر ېې ملاتړ کوي.

عربي رسنیو د هغو ټرورسټانو نومونه اخیستي چې په قطر کې اوسیږی. دغه راز مصر، بحرین ، تنزانیه او الجیریا هم واېې چې قطر د تروستانو ملاتړ کوي.

عربې رسنیو راپور ورکړی چې د مصرحکومت نړیوال پولېسو یا انټرپول ته د ٥٠ مشکوکو تروسټانو یولسټ سپارلې چې په قطر کې اوسیږی.

د قطر د مالېې وزیرعلې شریف المادی د سی این بی سی سره په مرکه کې ویلي دي چې په قطر د خلیجې هیوادونو د بندیزونه تاثیرات کم دي. هغه وویل چې قطر لوی او قوي اقتصاد لري او ددی توان لري چې د بندیزونو پرضد مقاومت وکړي.

ترکېې او ایران دواړو د دوها سره د همکارۍ او پیوستون دپاره د خوراکي موادو نه ډکې الوتکې او بیړۍ دغه هېواد ته استولي دي.

XS
SM
MD
LG