د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکايي پلاوی د افغان کډوالو په اړه د پاکستاني چارواکو سره خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی


ټاکل شوې چې لوړ پوړې امریکايي او پاکستاني چارواکي به د دوشنبې په ورځ ډسمبر څلورم(لیندۍ ۱۳) په اسلام اباد کې د زیانمنوونکو افغان کډوالو او په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا میشتیدو د بهیر په اړه خبرې وکړي.

د وګړو او کډوالوپه چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې جولیټا والز نویس په مشرۍ یو پلاوی به اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د غیر دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو د استازو سره هم د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پلاوی د ډسمبرد میاشتې له څلورمې څخه تر اوومې پورې د پاکستاني چارواکو سره د خبرو ترڅنګ د غیردولتي موسسو او نړیوالو ادارو د چارواکو سره په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا میشتیدو اړوند مسلو خبرې کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " په اسلام اباد کې به د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله میرمن نویس د لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د لیدو کتو ترڅنګ د غیردولتي ادارو او د نړیوالو همکارو سازمانونو د چارواکو سره هم د زیانمنوونکو کسانود خونديتوب او ساتنې په برخه کې د خپلو ګډو هڅو او په اغیزمن ډول په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مشتیدو د بهیر د چټکیدو په اړه خبرې وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي په روانه میاشت کې درې امریکايي پلاوي به د افغانستان اړوند مسلو او یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو په سر د خبرو او مشورو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستاني چارواکو سره د هغو افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خبرو لپاره چې په دغه هیواد کې امریکا متحده ایالاتو ته د تللو انتظار وباسي ددغه امریکايي پلاوي د سفر دمخه امریکا متحده ایالاتو دغو افغان کډوالو ته د ایمیل له لارې امریکا ته د تللو په لیست کې د هغوی د شمولیت په اړه تائید پاڼې هم استولې وې.

همداشان امریکا متحده ایالاتو د مهاجرت د نړیوال سازمان آی او ایم په مرسته په پاکستان کې میشتو هغو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره چې امریکا ته د تللو انتظار وباسي د انلین تیلیفوني اړیکو یو مرکز هم پرانیستی و چې د پاکستاني امنیتي منسوبینو له خوا د نیولو په صورت کې هغوی له دغه مرکز څخه مرسته ترلاسه کولی شي.

خو د رپوټونو له مخې د پاکستان امنیتي منسوبینو یو شمیر داسې افغان کډوال هم نیولي دي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د تللو لپاره د امریکا له سفارت څخه یې تائید پاڼې هم ترلاسه کړې وې.

پاکستان حکومت د اکتوبر په درییمه په دغه هیواد کې میشتو ۱.۷ میلیونه غیرقانوني کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شي او که نه د ټاکلې مودې د پوره کیدو وروسته به ونیول شي او له دغه هیواد څخه به وشړل شي.

د پاکستان د حکومت په دې پریکړې کې هغه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال هم شامل دي چې اکثرو یې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته یې له افغانستان څخه د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله دغه هیواد ته کډه کړې ده.

ددغو افغانانو اکثریت په پاکستاني ویزو دغه هیواد ته سفر کړی خو اوس یې د اوسیدانې د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې او افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د رپوټونو له مخې ددغه شمیر شاوخوا ۲۵ زره افغانان په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو ته د تللو لپاره د سفر ویزو ته په تمه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي چې د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ په یو شمېر مسلو سلا مشورې روانې دي او د مشورو د بهیر پرمخ وړلو لپاره امریکایي چارواکي پاکستان ته سفر کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله میرمن نویس به د ډسمبر له څلورمې تر شپږمې ورځې پورې اسلام اباد کې پاتې شي.

همداشان میرمن بلوڅ ویلي چې افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ به هم د ډسمبر له اومې ورځې تر نهمې ورځې پاکستان ته سفر وکړي.

ددې سربیره میرمن بلوڅ ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو یو بل پلاوی به هم د ډسمبر د نهم څخه تر دولسم پورې اسلام اباد ته سفر وکړي.

دغه امریکايي چارواکي وروسته له هغه اسلام اباد ته سفر کوي چې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ګډون د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو ادارو په پرله پسې ډول په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ورسره د ناوړه چلند په اړه اندیښنې څرګندې کړي او ددغه هیواد څخه یې افغانانو سره د ناسم چلند د بندیدو غوښتنې کړي دي.

په بشري حقونو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په مهال له هغوی سره د نامناسب چلند، نیولو، ناقانونه بندي کولو، د ملکیتونو او شخصي توکو د تخریب او له هغوی څخه د پیسو اخیستلو په اړه راپورونو اندېښمن کړی دی.

ولکر ترک د نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) وویل چې اکثریت افغانان ډارېږي چې په زوره به له خپلو کورونو او دندو څخه وشړل شي او له همدې کبله د کمو مالي امکاناتو سره خپل هېواد ته ستنېږي. نوموړي وویل کډوال اړ دي چې مقاماتو ته رشوت ورکړی او که داسې ونکړي، شتمنۍ یې ضبط کېږي. هغه وايي د افغانستان وضعیت ته په کتو، دا به هلته بشري حالت نور هم خراب کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو له پریکړې څخه دفاع کړې ده.

دغه وزارت وايي چې دا پریکړه یې د خپلو کورنیو قوانینو له مخې کړې چې د نړیوالو معیارونو سره هم برابره ده.

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره میاشت له دغه هیواد څخه افغانستان ته د زیانمنوونکو افغان کډوالو د ستنیدلو پر مهال هغوی ژوند ته د احتمالي ګواښونو په باب د بشري حقونو د نړیوالو سازمانو اندیښنو ته په ځواب کې ویلي و، چې دا هیواد د زیانمنونکو کډوالو څخه د ساتنې او ورته د ملاتړ د برابرولو په برخه کې لا هم په خپل دریځ ولاړ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG