د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم دروازه د یوې ورځې لپاره د افغان مسافرو پر مخ پرانیستل شوه


اټکل کېږي د نن ورځې په اوږدو کې به تر پنځه زره مسافر له پاکستاني غاړې خپلو کورونو ته ستانه شي.
اټکل کېږي د نن ورځې په اوږدو کې به تر پنځه زره مسافر له پاکستاني غاړې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د افغان او پاکستاني چارواکو د تفاهم په پایله کې د تورخم دروازه د شنبې له سهاره تر مازدیګره د هغه مسافرو د راوښتو لپاره خلاصه شوه چې پاکستان کې ایسار دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي نن شنبه مې۱۶(غويي۲۷) امریکا غږ ته وویل چې اټکل کېږي د نن ورځې په اوږدو کې به تر پنځه زره مسافر له پاکستاني غاړې خپلو کورونو ته ستانه شي.

نوموړی وايي چې د دغو مسافرو د راوښتو لپاره یې تورخم کې د مسافرو لپاره د واکسینو او همدا شان د کرونا مشکوکو ناروغانو د تبې د معلومولو لپاره یې روغتیايي ټیمونه ګمارلي دي.

سید فقیر الله چې نن سهار له پېښوره د تورخم له لارې راوښتی امریکا غږ اشنا ته وویل چې زرګونه کسان په لارو کې راروان وو او غوښتل یې چې خپلو کورونو ته راستانه شي.

هغه وايي چې په ډېرې سختې یې ځان تورخم ته رارسولی او بالاخره په دروازه د راوښتو اجازه ورکړل شوه.

پاکستان د کرونا ویروس له امله د څه وخت راپدېخوا د چمن ـ تورخم دروازې تړلي دي.

دا دریم ځل دی چې دغه هیواد د افغان چارواکو په هلو ځلو د تورخم دروازه په موقت ډول په هغه هیواد کې د بندو پاتې افغانانو پر مخ خلاصوي.

XS
SM
MD
LG