د لاس رسي وړ اتصالات

قمي: افغانستان سره سرحدي دیوال جوړول تر غور لاندې دی


د افغانستان او ایران سرحدي پوله
د افغانستان او ایران سرحدي پوله

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي وايي چې دغه هیواد له افغانستان سره په سرحد کې د دیوال په جوړولو باندې غور کوي.

کاظمي قمي د ایران د ایسنا خبري اژانس سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوږدو کلنو راهیسې افغانستان سره په سرحد کې د دیوال جوړولو وړاندیز تر کار لاندې وو او لومړنۍ طرحې یې هم بشپړې شوي دي.

ښاغلي قمي وویل: " د سرحد د فزیکي محدودیت د څرنګوالي لپاره څیړنه د بشپړیدو په حال کې ده، ټاکل شوې چې دا محدودیت د سمنټو د دیوال په شکل اوسي د سترو کارونو په ډله کې دي چې ضرور دي چې ترسره شي".

کاظمي قمي وویل چې دغسې یو اوږد دیوال جوړول به زیاتو پیسو ته اړتیا ولري، خو زیاته کړه چې دا کار ډیر موثر دی.

په کابل کې د ایران سفیر د دیوال د جوړولو پریکړه یوازې ایران ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو او انساني قاچاق د مخنیوی او نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره نه ده بلکې د ښاغلي قمي په وینا د تروریستي عناصرو د مهارولو لپاره ترسره کیږي چې اوس مهال دا هیواد ورسره مخ دی.

کاظمي قمي وویل: " دې ته په پاملرنې چې د اسلامي امت دښمنان د مختلفو لارو مونږ ته د زیان د رسولو په لټه کې دي د هغې له ډلې د تروریستي نیابتې ځواکونو د تحرک له لارې، لزوما مونږ ددوو هیوادونو ترمنځ د سرحدونو د ویشلو سره مخ نه یو، بلکې د مختلفو تروریستي کتګوریو سره مخ یو چې د سترو قدرتو په ملاتړ چې مونږ ته د زیان د رسولو لپاره نن د نرم او سخت قدرت څخه هممهاله کار اخلي ترسره کیږي، ددې له امله د خپلو سرحدونو امنیت او کنټرول باید جدي ونیسو".

افغانستان او ایران د ۹۰۰ کیلو مترو څخه اوږد سرحد لري.

د کاظمي قمي ددغو څرګندونو دمخه ځینو نورو ایراني چارواکو هم د افغانستان سره د سرحد په اوږدو کې د دیوال د جوړولو په مسله خبرې کړې وې. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحد هر ډول بندیدل باید د دواړو هیوادونو د دوه اړخیز تفاهم پر اساس اوسي.

ذبیح الله مجاهد د تیرې سلواغي په میاشت کې په دې اړه ویلي وو: " سرحدي اقدامات چې د هر هیواد له خوا ترسره کیږي تفاهمات باید هم اوسي او په کار نه دي چې هیڅ هیواد له افغانستان څخه ویره ولري د هغې له ډلې د ایران اسلامي جمهوریت چې باید ډاډه اوسي چې ورته کوم زیان نه رسیږي ددې لپاره چې افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ دی".

که ایران د افغانستان سره په سرحد کې د دیوال د جوړولو کار پیل کړي دا به د پاکستان وروسته ددغه هیواد له شپږو ګاونډیو هیوادونو څخه دوییم هیواد وي چې خپل سرحد د فزیکي موانعو له لارې بندوي.

د پاکستان حکومت افغانستان سره د خپل څه باندې ۲۶۰۰ کیلومتره سرحد د بندولو لپاره د اغزنو مزو او کټارو غځول له تیرو څو کلنو راهیسې پیل کړي چې تر ډیره دا بهیر بشپړیدو ته نږدې شوی دی.

د افغانستان پخوانیو رژیمونو او هم د طالبانو حکومت د پاکستان له خوا د سرحد په اوږدو کې د کټارو د جوړولو سره کلک مخالفت ښودلی او کله کله یې د پاکستان د پوځ له خوا د کټارو د جوړولو مخه هم نیولې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG