د لاس رسي وړ اتصالات

څیړونکي: تجارتي جګړه د هیڅ چا په ګټه نده


په چینایي، اروپایي او د نړۍ د نورو برخو نه په وارداتو ګمرکي محصولات لګول به امریکايي مصرف کوونکو او کاروبارونو ته د کمک پرځای، زیان ورسوي.

اقتصاد پوهان وایي په ننني نړیوال اقتصاد کې، اکثریت تولیدوونکي یوه برخه مواد تولیدوي او د توکو د تکمیل دپاره نور مواد له نورو ځایونو واردوي. د بیلګې په توګه د چین په برقي الاتو په واردولو ګمرکي محصول لګول ددی سبب شو چې د تلویزیون جوړولو یو امریکايي شرکت بند شي او داسی اندیښنې هم شته چې کیدلی شي چې امریکايي بزګران هم ډیر زیانمن شي ځکه نور هیوادونه د امریکا په زراعتي محصولاتو مالیات وضع کوي.

د "ایلیمنت" برقي الاتو امریکايي شرکت وایي په دوه میاشتو کې فعالیت بندوي
د "ایلیمنت" برقي الاتو امریکايي شرکت وایي په دوه میاشتو کې فعالیت بندوي

جمهور رئیس ټرمپ داسی ګمان کوي چې د ۱۹۸۹ کال راوروسته، د امریکا څه د پاسه ۵۵ زره فابریکې بندې شوي دي، ۶ میلیونه تولیدي کارونه ضایع شوي او په مجموعي ډول تر دولس تریلیون ډالرو تجارتي کثر رامنځ ته شوی دی. او وایي یوازی په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا تجارتي کثر اته سوه میلیارده ډالره و. خو ګڼ شمیر اقتصاد پوهانو د امریکاغږ سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ولسمشر ټرمپ مالیاتي پالیسي به په اوږده مهال کې امریکايي کاروبارونه زیانمن کړي.

د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت لخوا په یو چینایي شرکت چې تلویزیوني الات تولیدوي، هغه امریکايي شرکت بندیدو ته مجبور شو چې تلویزیونونه يي جوړول. د جنوبي کارولینا په فئرفیلډ ناحیه کې د "ایلیمنت" په نوم د برقي الاتو شرکت خبر ورکړ چې خپل فعالیت به په دوه میاشتو کې بند کړي او د ۱۳۶ کارکوونکو نه به ۱۲۶ يي له دندنې ځواب کړي. د جنوبي کارولینا سناتور مایک فنینګ امریکاغږ ته وویل "دا ډیره عجیبه ده چې یوه پالیسې چې هدف يي د امریکايي تولیداتو سره کمک کول باید اوسي، برعکس په ټول هیواد کې لمړی سبب يي په فئرفیلډ ناحیه کې د کارکووونکو رخصتول او لمړنی امریکايي تلویزیون جوړونکي کارخانې بندیدل دي."

څیړونکي وایي واړه کاروبارونه لکه د جنوبي کارولینا د تلویزیون جوړولو شرکت د ګمرکي مالیاتو د لوړیدو له امله زیان ویني ځکه دا شرکتونه معمولآ خپل پرزه جات د نورو هیوادونو نه واردوي. د ایلینوی پوهنتون استاد روی ویرلي وایي "بهرني هیوادونه لدې وروسته زیات تولیدات نه کوي، هغوئ پرزه جات تولیدوي او بیا له نورو هیوادونو توکي واردوي. خو مونږ اوس قیچي اخستې او دا ټولې اړیکې پری کوو. او پدې کار سره به د نړۍ د تجارت ټولې قاعدې ماتې شي."

چین د امریکا د غټو نخودو لوی واردونکی هیواد دی.
چین د امریکا د غټو نخودو لوی واردونکی هیواد دی.

چین د غټو نخودو په شمول، په امریکايي تولیداتو چې ارزښت يي ۳۴ میلیاردو ډالرو ته رسیږي، پنځه ویشت فیصده مالیه وضع کړې ده. چین د امریکا د غټو نخودو لوی واردونکی هیواد دی. د ټرمپ حکومت وایي هغو بزګرانو سره به د دولس میلیارده ډالرو بیړنۍ مرسته وکړي چې د تجارتي جنجال له امله زیانمن شوي دي. خو ځنی څیړونکي دا کمک موقتي ګڼي. د نارت ویست پوهنتون استاد جان روجرس امریکاغږ ته وویل "دا مسله به د امریکايي بزګرانو وضعیت تردی هم خراب کړي. خصوصآ که چین د برازیل، ارجنټاین او نورو هیوادونو نه د غټو نخودو اخستلو ته مخه کړه."

د امریکا حکومت د خپلو نورو متحدینو سره هم تجارتي جنجال پیل کړې دی. پدې وروستیو کې، امریکا په هغو فلزاتو هم مالیه وضع کړه چې د ترکیې نه واردیږي. جمهور رئیس ډانلد ټرمپ ویلي نور هیوادونه د امریکا نه ګټه اخلي او هغه غواړي دا راکړه ورکړه باید عادلانه وي. ټرمپ دا هم غواړي چې تولیداتي کارونه او دندې د امریکا دننه اوسي. خو څیړونکي وایي اقتصادي مسیر بیرته په شا نشي تلی. د ایلینوی پوهنتون د استاد روی ویرلي په وینا ټکنالوژي بدله شوې ده او کولی شي د چین، مالیزیا او نیپال په شان سیمو کې په کم مزد کارګر استخدام کړي. اقتصادي لایحې لاهم عملي کیږي او بی له خنډه تطبیقیږي. حکومتونه په واقعیت سره چې ددی فعالیتونو مخه نشي بندولی.

اقتصادي جګړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

د اوس دپاره، د امریکا اقتصاد د نویو کارونو د رامنځ ته کولو په حال کې دی، او سره لدې چې د معاشونو زیاتوالي کې تغیر نه ښکاري، خو د بیکارۍ کچه څلور فیصده نوره هم ټیټه شوې ده چې په تیرو شلو کالو کې بی سارې ده.

XS
SM
MD
LG