د لاس رسي وړ اتصالات

چین غواړي د امریکا سره سوداگریز اختلافونه حل کړي


یو لوړپوړي چینایي دیپلومات د جمعې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو سره د تجارتي ستونزو د حل کیدو غوښتنه وکړه. چین پدې وروستیو کې امریکا ته په خپلو صادراتي مالونو باندې گمرکي تعرفې ولگولې.

لوړپوړي چینایي چارواکي وانگ یي، د جمعې په ورځ وویل چې هیواد یې د امریکا سره د اختلافونو حل کول غواړي چې دواړه هیوادونه وکړای شي په "مساوي" توگه د خپلو تجارتي اړیکو نه گټه واخلي.

دغه چینایي دیپلومات دا څرگندونې د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره له کتنې وروسته وکړې، خو زیاته یې کړه چې دواړه خواوو د امریکا د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د تجارتي جگړې په اړه په ځانگړې توگه بحث ونه کړ.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د خپل حکومت تجارتي مقاماتو ته امر وکړ چې متحده ایالاتو ته د چین د ٢٠٠ میلیاردو ډالرو وارداتو باندې ٢٥ گمرکي تعرفې ولگوي.

ښاغلي وانگ د جمعې په ورځ وویل چې واشنگټن او بیجینگ د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا دوه غړي او د نړۍ ستر اقتصاد لرونکي هیوادونه دي او باید په ټولو حالاتو کې سره مذاکره وکړي.

چین د پنجشنبې په ورځ د امریکا له لورې د گمرکي تعرفو د لوړولو په غبرگون کې د ورته اقداماتو خبرداری ورکړ.

د امریکا جمهور رئیس پدې باندې په ټینگار سره چې د بهرني تجارت په پبرخه کې نیول شوي تدابیر د امریکا د متحده ایالاتو د ملي گټو د ساتنې لپاره شوي ویلي دي چې ویلي دي چې د "امریکا نه د امتیاز اخیستلو" دوران پای ته رسیدلی دی.

جمهور رئیس ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه چې امریکا ته په وارداتي مالونو باندې به گمرکي تعرفې ولگوي، ځکه د هغه په باور د نړۍ هغه هیوادونه چې د امریکا سره تجارتي معاملې لري د امریکا نه گټه پورته کوي.

د امریکا له خوا پر وارداتي توکیو باندې د گمرکي تعرفو له لگولو وروسته د د نړۍ هغو هیوادونو چې د امریکا سره زیاتې تجارتي معاملې لري د "سوداگریزې جگړې" په هکله خبرداری ورکړ.

XS
SM
MD
LG