د لاس رسي وړ اتصالات

​پاکستان له افغانستان نه مالوچ واردوي


پاکستان غواړي له افغانستان نه ٢٠ زره ټنه مالوچ وارد کړي چې د خپلې نساجۍ سکتور د خامو موادو کمبود پرې پوره کړي.

په دې ورستیو کلونو کې په پاکستان کې د مالوچو او پنبې محصول د اوبو د کمښت په وجه راټیټ شوی او دغه کموالي د هغه هیواد د نساجۍ په سکتور اثر کړی دی.

پاکستاني مقامات دې ته لیواله دي چې ٢٠ زره ټنه مالوچ چې د افغانستان په جنوبي سیمو کې ذخیره شوي واخلي او د روغتیایي پلوه له ارزونې وروسته دغه کرهنیز محصول په کانټینرونو کې مهر لاک او پاکستان ته انتقال کړي.

د یو پاکستاني مقام په وینا ددې هیواد د غذایي امنیت د پلټنو د وزارت یو هیت به افغانستان ته لاړ شي او دغه ذخیره شوي مالوچ به د روغتیایي ممکنو خطرونو لپاره وارزوي.

پاکستان د اټکل له مخې هر کال د خپل نساجي سکتور لپاره ۱۵ میلیون بنډل مالوچو ته اړتیا لري په داسې حال کې چې پدې هیواد کې د ١٩٩٠ لسیزې راپدیخوا د ۱۰ نه تر ۱۲ میلیون بستې مالوچ تولید شوي دي.

د افغانستان د تجارت وزارت مخکې هڅه کوله چې د خپلو مالوچو د صادراتو لپاره د پاکستان مارکټونو ته لاره پیدا کړي.

په افغانستان کې د مالوچو د صادرونکو د موافقې په صورت کې به خپل محصول د تورخم او چمن د سرحدونو له لارې پاکستان ته انتقال کړي چې لگښت پرې کم راشي.

له دې دمخه د پاکستان حکومت هیواد ته د مالوچو واردات ځنډولي وو او دغه اقدام یې پدې خاطر کړی و چې بزگرانو د مالوچو د خرڅولو بیه په زړه پورې شي او هغوی وهڅول شي چې په راتلونکي فصل کې پنبه وکري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداگري په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې شاوخوا ۱،۶۲ میلیارد ډالره وه. افغانستان ته د پاکستان صادرات په دې وروستیو کلونو کې هر کال شاوخوا، ۱،۲۸ میلیارد ډالر او پاکستان ته د افغاسنتان صادرات یواځې ۳۳۷ میلیون ډالر وو.

XS
SM
MD
LG