د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حکومت ۱۰ ایراني بندیان خپل هېواد ته ولېږدول


د افغانستان حکومت وايي چې د دغه هېواد په زندانونو کې ۱۰ ایراني بندیان نن د حامد کرزي د هوايي ډګر له لارې ایران ته ولېږدول شول.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ جولای ۱ (چنګاښ ۱۰) په یو بیان کې ویلي چې دغه شمېر ایرانيان د افغانستان د قوانینو په اساس په څرخي پله او بګرام زندان کې بندیان وو.

د افغانستان حکومت ویلي چې دوی د مختلفو جرمونو د ترسره کولو له امله د حبس په سزا محکوم شوي وو.

د احکامو په تنفیذ باندې د نظارت څارنوالۍ رئیس محمدهاشم ستانکزي ویلي چې دغه شمېر بندیان د افغانستان او ایران ترمنځ د زندانیانو د تبادلې د توافق په اساس ایراني لوري ته سپارل شوي دي.

د ایران د حکومت د معلومات په اساس د افغانستان په زندانونو کې ۲۵ ایرانیان بنديان وو چې د دغو کسانو په لېږدولو سره ۱۵ تنه پاتې دي.

له دې وړاندې په کابل کې د ایران سفارت ویلي وو چې شاوخوا ۲۰زره افغانان په ایران کې بندیان دي چې له دې شمېرې د ۲۶۰۰ کسانو دوسیې بشپړې شوي او چمتو دي چې افغانستان ته یې وسپاري.

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږدولو لومړی پړاو د تېرکال په کب میاشت کې ترسره شو چې په ترڅ کې یې ۳۰۰ بندیان افغان لوري ته وسپارل شول.

د احکامو په تنفیذ باندې د نظارت څارنوالۍ رئیس له ایراني چارواکو څخه غوښتي چې په ایران کې د افغان بندیانو د لېږدولو پروسه چټکه کړي.

XS
SM
MD
LG