د لاس رسي وړ اتصالات

د اتومي وسلو د استعمال د مخنیوي تړون لازم الاجرا شو


د ملګرو ملتونو عمومي مرکز مخې ته د غړو هېوادونو بیرغونه
د ملګرو ملتونو عمومي مرکز مخې ته د غړو هېوادونو بیرغونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیرز او د سره صلیب او هلال احمر نړیوالو ټولنو د جمعې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغه ۳) د اتومي وسلو د استعمال د مخنیوي د تړون د لازم الاجرا کېدو هرکلی کړی دی.

په دې مانا چې دا تړون به له دې وروسته عملي کیږي.

دا په تېرو دوو لسیزو کې د اتومي‌ وسلو د مخنیوي او بې وسلو کولو لومړۍ وسیله بلل کیږي. په ملګرو ملتونو کې د نړۍ ۵۱دولتونو دا تړون تائید کړ.

تړون دا دولتونه مکلف کوي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې د وسلو ټولو قربانیانو ته صحي، رواني او فزیکي مرستې برابرې کړي.

د ښاغلي ګوتیرز ویاندې سټیفن دوچاریک وویل: « د اتومي وسلو له چاودنو او ازموینو څخه ژوندي پاتې شویو کسانو د تراژېدیو په اړه شاهدي ورکړه. همدغه کار د تړون تر شا یو معنوي ځواک و.»

د ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د اتومي وسلو لرونکو هیوادونو د بې وسلو کولو مسئله د ملګرو ملتونو لپاره ډېره ارزښتناکه ده.

اعلامیې په ټولو هېوادونو غږ کړی دی چې د دا ډول وسلو د ختمولو لپاره باید بېړني‌اقدامات وکړي او د هغه بشري او محیطي بحران مخه ونیسي چې د دغو وسلو د کارولو له کبله پیدا کیږي.

په اعلامیې کې د ملګرو ملتونو دعمومي منشي له خولې لیکل شوي دي: « نن د بشریت د بري ورځ ده. دا تړون -چې له ۷۵کلونوراهېسې پرې کار روان و- یو ښکاره پیغام لېږدوي چې اتومي وسلې په اخلاقي، بشري او دا دی اوس په حقوقي لحاظ هم د منلو نه دي.»

نوموړي په ټولو هېوادونو غږ کړی دی چې د عمومي امنیت او اجتماعي مصونیت لپاره ګډ کار وکړي.

په همدې حال کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر پېټر ماورېر د هلال احمر د نړیوالې کمېټې سره په ګډې اعلامیې کې ویلي دي: «دا تړون له موږ ټولو یوه پوښتنه کوي: آیا موږ غواړو چې اتومي وسلې بندې شي که نه؟»

د هلال احمر مشر فرانسیسکو روکو وویل: « د اتومي وسلو د بند تړون زموږ د هڅو پيل دی، پای نه دی.» په تولید بندیز؟ په کارولو بندیز؟

دوی د نړۍ د مشرانو او د اتومي وسلو لرونکو هېوادونو څخه غوښتي دي چې په دغه تړون کې چې له اتومي وسلو پاکه نړۍ غواړي ور ګډ شي.

د امریکا او روسیې په ګډون د نړۍ سترو اتومي ځواکونو دا تړون نه دی تائید کړی.

XS
SM
MD
LG