د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي امریکا ته: که د ایران اتومې تړون د سره پیلیږي، مونږ سره دې مشوره وشي


سعودي عربستان وایي چې د ایران د اتومي موافقې د بیا پیلیدو په هکله باید د خلیج د هیوادونو سره مشورې وشي.

سعودي عربستان خبرداری ورکړی چې د ایران سره د یوې دوامداره اتومي موافقې یوازینې لار دا ده چې د خلیج د سیمې هیوادونو سره په بشپړه توګه سلا مشورې وشي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن د شنبې په ورځ، ډسمبر ۵(لیندۍ۱۵) ویلي که امریکا د ایران سره اتومي موافقه د سره پیلوي، باید چې د خلیج د هیوادونو سره سلا وکړي.

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، " اساساً زمونږ هیله دا ده چې زمونږ سره بشپړه مشوره وشي او دا چې څه کیږي، په اړه یې باید زمونږ او په سیمه کې زمونږ د ملګرو سره په بشپړه توګه مشوره وشي.

د ایران سره د اتومې موافقې د بیا پیلیدو په هکله د سعودي عربستان د دې څرګندونو نه دوه ورځې وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب جمهور رئیس جو بایډن ویلي و که ایران د اتومي موافقې په مادو په دقیقه توګه عمل وکړي، امریکا به هم د ایران د اتومي فعالیتونو د محدودولو لپاره په نورو خبرو کې برخه واخلي.

ښاغلي بایډن ویلي و که ایران اتومي وسلې تر لاسه کړي، په عربستان، ترکیې، مصر او په سیمه کې په نورو هیواونو به هم فشار زیات شي چې دغه ډول وسلې تر لاسه کړي.

د امریکا منتخب جمهور رئیس همدرانګه ویلي چې د واشنګټن لپاره تل دا لار خلاصه ده چې که ضرورت یې وي، په ایران بندیزونه د سره ولګوي او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د ایران مشران پدې خبره پوهیږي.

جرمني او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړیو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره اتومي موافقه لاسلیک کړله. ایران پدې موافقه کې منلې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په صورت کې به خپل اتومي فعالیتونه محدودوي.

خو د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه خپل هیواد د دې موافقې نه وایسته او په ایران یې اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

XS
SM
MD
LG