د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، روسیې او چین له طالبانو وغوښتل چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي


د افغانستان لپاره د روسیې، چین او د امریکا د ځانگړو استازو غونډه چې په مسکو کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه جوړه شوې وه پای ته ورسیده.

د غونډې نه وروسته په ګډې اعلامیې کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې له طالبانو غوښتل شوي "څومره ژر چې ممکن وي" د افغانستان د حکومت په گډون د افغانانو د استازو له پلاوي سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

پدې بیان کې دا هم ویل شوي چې د مسکو د غونډې گډونوال د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پراخ بنسټه سولې د پروسې ملاتړ کوي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې " (د مسکو د غونډې) درې واړه اړخونه افغان طالبان دې ته هڅوي چې د افغانستان د حکومت په گډون د افغانانو د استازو له پلاوي سره څومره ژر چې ممکن وي د سولې په خبرو کې برخه واخلي او د مسکو د فبررورۍ د غونډې په تعقیب د قطر په دوحه کې د بین الافغاني خبرو ملاتړ کوو."

د غونډې گډونوالو ویلي چې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ارضي تمامیت ته درناوی کوي او دا هیواد د خپلې پرمختا لاره پخپله ټاکي.

د مسکو د غونډې د هدفونو څخه یو یې پر طالبانو باندې د فشار واردول گڼل شوي چې د افغانستان د حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي. دغې ډلې تر اوسه د افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو کولو ډډه کړې ده.

هغه غونډه چې ټاکل شوې وه تیره اونۍ د افغانستان د سیاستوالو او مدني ټولنې د استازو په شتون په دوحه کې له طالبانو سره وشي قطر ته د افغان پلاوي د تللو څخه یوه ورځ دمخه لغو شوه.

د مسکو غونډه چې د امریکا، روسیې او چین د استازو ترمنځ دا ډول دوهمه ناسته وه همداشان په ټول افغانستان کې د اوربند په ټینگیدو ټینگار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ټول ښکیل اړخونه باید د لومړي اقدام په توگه په یو داسې پروگرام توافق وکړي چې سمدستي په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د سیمې له هیوادونو غوښتل شوي چې د افغانستان د سولې په اړه ددې درې هیوادونو له موقف نه ملاتړ وکړي او هغه په یوه سیمه ایزه او نړیواله اجماع بدله کړي.

ددې دریو هیوادونو مقاماتو ویلي چې ټاکل شوې د امریکا، روسیې او چین ترمنځ د خبرو دریم پړاو په بیجینگ کې وشي.

XS
SM
MD
LG