د لاس رسي وړ اتصالات

ترویکا: د بهرنیو ځواکونو د وتلو په وخت دې جګړه او ګډوډي نه جوړیږي


د ترویکا د هیوادونو استازو د افغانستان د حکومت، طالبانو د استازو او قطر د چارواکو سره په دوحه کې کتلي دي.
د ترویکا د هیوادونو استازو د افغانستان د حکومت، طالبانو د استازو او قطر د چارواکو سره په دوحه کې کتلي دي.

د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو په قطر کې د افغانستان د حکومت د سولې د مرکچيانو سره کتلي دي.

د دې هیوادونو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې د ملاقات هدف د افغانانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو ملاتړ او د دایمي اوربند او موافقې ته د رسېدو لپاره د دواړو ډلو سره مرسته کول دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ددې هېوادونو استازو نن جمعه، اپریل ۳۰ (غویي۱۰) د افغانستان د حکومتي استازو تر څنګ د طالبانو د استازو او قطر د چارواکو سره هم کتلي دي.

په اعلامیې کې ټینګار شوی چې د افغانستان جګړه پوځي حل نلري او یوازینۍ د حل لاره یې سیاسي موافقه ده چې د سولې د یوې داسې پروسې د لارې تر لاسه کیدي شي چې مشري یې پخپله د افغانانو سره وي.

پداسې حال کېچې امریکا ویلي د افغانستان نه به د بهرنیو ځواکونو وتل به د مۍ په لومړۍ نیټې پیل شي، د ترویکا په اعلامیې کې ټینګار شوی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر وخت دې د افغانستان د سولې خبرو ته مزاحمت نه کیږي، هیڅ ډول جګړه او ګډوډي دې نه جوړیږي.

په اعلامیې کې د طالبانو نه غوښتل شوي چې پسرلني عملیات دې نه پيلوي او په ملکي خلکو بریدونه پکې غندل شوي.

دا هېوادونه پداسې حال کې په ملکي خلکو د بریدونو غندنه کوي چې د لوګر په ولایت کې نن جمعه د روژه ماتي پر وخت په عامو خلکو د موټر بم په برید کې لسګونه کسان وژل شوي.

په اعلامیې کې همدارنګه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د تور لیست نه د طالبانو د ځېنو غړیو د نومونو د ایستلو د ارزونې ملاتړ شوی او پکې ویل شوي که طالبان د تشدد د کمېدو لپاره عملي اقدامات او د افغانانو تر منځ د سولې په مخامخ خبرو کې دوامداره هلې ځلې وکړي، د ارزونې پدې پروسې به مثبت اغیز ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترویکا د استازو د ګډې اعلامیې هرکلی کړی او د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو لپاره یې یو ګام بللی.

د دې هیوادونو د استازو تر څنګ د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په جلا جلا توګه د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو سره په دوحه کې کتلي دي.

زلمي خلیلزاد په دغه لیدنه کې د افغان سولې بهیر د ګړندي کولو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د اقداماتو ډاډ ورکړی او زیاته کړې ده چې امریکا به د افغانستان او افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

طالبانو هم تائید کړې چې په دوحه کې یې د ترویکا د هیوادونو د استازو سره کتلي.

دا ملاقاتونه پداسې وخت کې کیږي چې د افغانستان د سولې خبرې په ټپه ولاړې وي. د افغانستان د سولې په هکله یوه نړیواله غونډه چې ټاکل شوې وه د همدې روانې د اپریل د میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د ترکیې د استانبول په ښار کې وشي، وځنډول شوه.

XS
SM
MD
LG