د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: افغانستان سره راتلونکې مرستې د دموکراسۍ د رعایت کولو په شرط دي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، وایي د افغانستان سره هر ډول راتلونکې مالي مرستې پدې هیواد کې د دموکراسۍ د معیارونو په مراعت کولو پورې اړوند دي.

هایکو ماس دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غویي ۹) کابل ته د سفر پر وخت وکړې. هغه وویل: "طالبان هم پوهیږي چې دا هیواد د تیرو لسیزو په جګړو کې ډیر رنځیدلی دی او د مالي پلوه نړیوالو مرستو ته اړ دی."

دا پداسې حال کې دي چې تیره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو افغانستان سره د ۳۰۰میلیون ډالرو اضافي مرستې اعلان کړې؛ هغه مرستې چې ټاکل شوې سږکال افغانستان ته برابرې شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پداسې حال کې افغانستان ته تللی دی چې ټاکل شوې د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د پریکړې له مخې له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر د مۍ په لومړۍ نیټې پیل او د سپتمبر په ۱۱بشپړ شي.

ښاغلي ماس زیاته کړه: "که طالبان ټول دموکراتیک حقونه او معیارونه چې پدې هیواد کې ټینګ شوي مراعت نکړي، نړیوالې مرستې به دوام ونکړي."

د طالبانو د رژیم پر وخت د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د ښځو حقونه او نور بشري حقونه ډیر محدود شوي وو او اوس د ښځو د حقونو او لاسته راوړنو د ساتلو په هکله اندیښنې موجودې دي.

له دې دمخه د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي سر مفتش ویلي وو چې د افغانستان د راتلونکي حکومت سره د امریکا مرستې باید د افغان میرمنو حقونو د ساتنې او درناوي پورې مشروط اوسي.

جان سوپکو د فبرورۍ په ۱۷ (سلواغې ۲۹) د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو په توافق کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په نه ذکر کیدو نیوکه کړې وه.

ښاغلي سوپکو زیاته کړه چې د امریکا حکومت اوس هم کولای شي د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په ساتلو کې چې په تیرو دوو لسیزو کې یې ترلاسه کړي، رول ولوبوي.

سربیره پر دې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اعلان کیدو سره د ناارامیو او تاوتریخوالي د زیاتیدو په هکله اندیښنې زیاتې شوي دي.

خو د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني بیا پدې وروستیو کې ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به هیواد یې نه منزوي کیږي او په وینا یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو نوی فصل په رامنځ ته کیدو دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي دي چې د طالبانو ډله کولای شي د تاوتریخوالي نه په لاس اخیستلو سره په یو سیاسي جریان بدل شي او د سولې یوه موافقه ومني. هغه زیلته کړه چې که طالبان د سیاسي توافق د رامنځ ته کیدو خنډ شي او واک ته د رسیدو لار د پوځي لارې انتخاب کړي، د امریکا د متحده ایالاتو، ددې هیواد د متحدینو او د سیمې له مخالفت سره به مخامخ شي.

پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې رامنځ ته کیدل یوه "احتمالي سناریو" ګڼلې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې هیڅ اړخ دا کار نه غواړي.

XS
SM
MD
LG