د لاس رسي وړ اتصالات

په ټولې سورې کې اوربند نافذ شو


د ترکیې ، روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې اوربند نهایي کړ
د ترکیې ، روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې اوربند نهایي کړ

د سوریې د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ اوربند د ترکیې او روسیې په منځګړتوب شوی او د پرون شپې راهیسې نافذ شویدی.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي دي که چیرته دغه اوربند دوام وکړي، راتلونکې میاشت به په قزاقستان کې د سولې خبرې هم پیل شي.

پوتین ویلي دي چې اوربند ډیر نازک دی او په کار ده چې خاصه توجه ورته وشي.

د سوریې د بشري حقونو اداره چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي دي چې د اوربند د نافذیدو نه وړاندې د سوریې حکومتي ځواکونو په حلب او دمشق د ښارونو په څنډو کې بمبارۍ کولې خو اوس هر څه آرامه دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې مستوار د دې اوربند هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې د اوربند له برکته به ملکي خلکو ژوند وژغورل شي او مرستندویه مواد به خلکو ته ورسیږي.

په همدې حال کې ترکیې د حزب الله نه غوښتي دي چې د سوریې نه خپل وسله وال وباسي. د شعیه ګانو دغې سخت دریزه ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، زرګونه وسله وال یط سوریې ته د جګړې لپاره لیږلي دي. او د سوریې د رژیم په ملاتړ یې په جګړې کې مهم نقش ادا کړیدی.

XS
SM
MD
LG