د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په غچ کې د نانسي پلوسي د سفر مخه ونیوله


د امریکا د ولسمشر ټرمپ د دیموکرات گوند سره د حکومت د بندولو په سر لانجه هغه وخت نوره زیاته شوه چې ولسمشر په غچ کې د کانگرس د مشرې نانسي پلوسي افغانستان او بروکسل ته سفر لپاره د پوځي الوتکې د ورکولو نه انکار وکړ

ولسمشر ټرمپ د نانسي پلوسي نه د هغې مشورې بدل واخیست چې ویل یې ولسمشر دې خپله کلنۍ وینا وځنډوي.

د کانگرس مشرې بروکسل او افغانستان ته سفر کاوه. د پلوسي ویاند ډریو حامل رویټرز ته وویل چې پلوسي بروکسل ته د دی لپاره سفر کاوه چې د ناټو سره د امریکا ژمنتیا وښایي.

ولسمشر ټرمپ پداسې وخت کې نانسي پلوسي ته د الوتکې ورکولو نه انکار کړیدی چې هغه او د کانگرس هیت د روانیدو لپاره تیاري کوله.

د امریکا د حکومت او د سیاسي مخالف گوند ترمنځ د نوي لانجې نه داسي څرگندیږي چې د فیډرالي حکومت بندیده به دوام ولري.

ولسمشر ټرمپ اغلې پلوسي ته په یو لیک کې د پوځي الوتکی د استعمالو نه انکار کړیدی او دغه سفر یې 'سیل' بللی دی. ټرمپ دا هم ویلي دي چې هغه دې په بلې الوتکې کې سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG