د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په جنوبي سرحد کې د دېوال په اړه دریځ نه بدلوم


جمهور رئیس ډونالد ټرمپ
جمهور رئیس ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ویلي هيڅ کله به له مکسیکو سره په سرحد کې د دېوال د جوړېدو په اړه له خپل درځ څخه په شا نشي.

جمهور رئیس ټرمپ د دېوال د جوړېدو لپاره ۵.۷ میلیارډه ډالر غواړي، خو دیموکرات قانون جوړونکي یې مخالفت کوي.

ډونالد ټرمپ په وروستیو کې خبرداری ورکړی که دیموکراتان یې وړاندیز شوي پیسې منظور نه‌کړي ممکن له مکسیکو سره په سرحد کې بېړنی حالت اعلان کړي.

د بېړني حالت د اعلان په صورت کې کېدای شي چې له مکسیکو سره په سرحد کې د دېوال کار پرته له دې چې بودیجه یې د کانګرس له خوا تصویب شي، پیل شي او ښايي چې پیسې یې د امریکا له نظامي بودیجې څخه ورکړل شي.

ډونالد ټرمپ د دوشبنې په ورځ وویل"بشپړ قانوني ځواک لرم چې دا حالت اعلان کړم. خو نه‌غواړم دا کار وکړم ځکه دا موضوع په ساده ګي هوارېدلای شي."

که څه هم جمهور رئیس ټرمپ ویلي اوسمهال نه‌غواړي بېړنۍ حالت اعلان کي، خو د جمهوري غوښتونکي سناتور لنزي ګراهام په وینا، ښايي د بېړني حالت اعلان ډیر لري نه وي،خو دیموکرات قانون جوړونکي د بېړني حالت له اعلان سره مخالف دي.

له مکسیکو سره په سرحد کې د دېوال د جوړېدو پر سر د سپیني ماڼۍ او قانون جوړونکو اختلاف د دې لامل شوی چې د امریکا د مرکزي حکومت یو شمېر برخې د څلورمې اوونۍ لپاره تړلي پاتې شي.

عمومي نظر پوښتنې ښيي چې امریکایان د دیموکراتانو په پرتله جمهور رئیس ټرمپ د حکومت د بندیدو عامل بولي.

په عین وخت کې د کانګرس مشرې ننسي پلوسي هم د جنوري په ۱۴ جمهوري غوښتونکي سناتوران د حکومت د بندیدو عاملین وګڼل او له جمهور رئیس ټرمپ څخه یې وغوښتل چې سنا ته اجازه ورکړي څو هغه مسودې تائید کړي چې د استازو مجلس تصویب کړي دي.

ددغو مسودو د تائید په صورت کې د حکومت تړل شویو ادارو ته پیسې ورکول کېږي څو خپل فعالیت بیا پیل کړي.

ټرمپ بیړنی حالت اعلانوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

XS
SM
MD
LG