د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ پر کلنۍ وینا د حکومت د بندیدو احتمالي اغیزې


د امریکا د استازو د مجلس مشره نانسي پلوسي
د امریکا د استازو د مجلس مشره نانسي پلوسي

د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي ویلي که فدرال حکومت روانه اوونۍ خلاص نشي نو جمهور رئیس ډاڼلډ ټرمپ باید خپله کلنۍ وینا وځنډوي او یا یې په لیکلي شکل خپره کړي.

میرمن پلوسي ددې مهمې کلنۍ غونډې د امنیت په اړه چې ټاکل شوېده د (جنوري په ۲۹) نیټه جوړه شي اندیښنه ښودلې ده.

نانسي پلوسي جمهور رئیس ته په یوه لیک کې ویلي، امنیتي کارکوونکو د حکومت د بندیدو پرمهال تنخا اخیستې نده.

خو د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټین نلسن ویلي اداره ېې په بشپړه توگه چمتوده چې د جمهور رئیس ټرمپ د کلنۍ وینا د غونډې امنیت وساتي.

نن پنجشنبې د جنوري اولسمه د امریکا د فدرال حکومت د یو شمیر برخو د تړل کیدو اوه ویشتمه ورځ ده.

اندیښنې دا دې که جمهور رئیس ټرمپ په جنوبي سرحد کې د دیوال د جوړیدو لپاره ملي بیړنۍ حالت اعلان کړي او دیوال ته بودیجه واخلي نو دا کار به د قانون جوړونکو ترمنځ د مخالفتونو د زیاتیدو لامل شي.

د سنا مجلس مشر مچ مکانل وايي له بن بست څخه د وتلو یوازینۍ لار د دواړو ګوندونو موافقه ده. دیموکرات سناتور چک شومر له جمهوري غوښتونکو غوښتي دي چې د حکومت د پرانیستلو لپاره لاس پکار شي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي دی به په سرحد کې دیوال ته له بودیجې پرته د حکومت د پرانیستلو هیڅ ډول وړاندیز ونه مني.

ډانلډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ یوه لایحه لاسلیک کړه چې له مخې يې په نهایت کې فدرال کارکوونکو ته ټولې هغه تنخاوي چې اوس یې ندي اخیستي، ورکول کیږي.

خو یو شمیر هغه کسان چې د قرار دادیانو په شکل د حکومت له خوا استخدام شوي ممکن خپلې تنخاوي وانخیستلی شي.

که د حکومت بندیدل یوه بله اوونۍ هم دوام وکړي، دولتي کارکوونکي به خپل دویمه تنخا هم وانخلي.

XS
SM
MD
LG