د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د ټرمپ‌ د استیضاح محکمه به نن ختمه شي؟


لا معلومه نه ده چې څومره شاهدان راوستل کیږي او محکمه به کله ختمیږي

د شنبې په ورځ فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵) د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د استیضاح محکمه له بحثونو ډکه وه.

په ننني مجلس کې په دې بحث وشو چې ایا د ټرمپ داستیضاح محکمې ته دې شاهدان راوستل شي که نه؟

په یو ناببره اقدام کې د استازو په خونه کې د استیضاح د بهیر مدیر جیمي راسکین وویل هغه غواړي چې د جمهوري غوښتونکو یوه استازې دې راشي او شاهدي ووايي.

له بحث وروسته سنا د ۵۵ مثبتو او ۴۵ منفي رایو په نتیجه کې پرېکړه وکړه چې د استیضاح محکمې ته دې شاهدان راوستل شي.

خو د ټرمپ مدافع وکیلانو ګواښ وکړ چې هغوی به هم د ولسمشر بایډن مرستیاله کاملا هریس او د استازو د خونو مشره نانسي پلوسي هم راوبولي چې شاهدي‌ورکړي.

بالاخره، سنا پرېکړه وکړه چې محکمه دې د شاهدانو له راوستلو پرته خپله نهايي پرېکړه وکړي.

د قضیې دواړو غاړو ته دوه-دوه ساعت وخت ورکړل شو چې پرېکړې وکړي مخکنی ولسمشر محکوم شي که نه.

نن شنبه به د دونالډ ټرمپ د محکومېدو او نه محکومېدو پرېکړه کیږي.

تر دې مخکې جمهوري غوښتونکي استازي مچ مککانل وویل چې هغه به د ښاغلي ټرمپ د برات لپاره ورکړي.

د ټرمپ مدافع وکیلانو په دفاعیه کې وویل چې هغه د جنوري د شپږمې مظاهره نه ده پارولې او مسول نه دی.

د سنا په مجلس کې دوې ورځې سناتورانو د ښاغلي ټرمپ پر ضد شواهد او اسناد وړاندې کړل. د هغه مدافع وکیلانو تېره ورځ دفاعیه وړاندې کړه او وویل چې موکل یې پاک دی او د استیضاح محکمه یې سیاسي انګیزه لري.

د ښاغلي ټرمپ د محکوم کېدو لپاره باید د سنا دوه-درېیمه برخه رایه ورکړي.

XS
SM
MD
LG