د لاس رسي وړ اتصالات

د استیضاح محکمه؛ مدافع وکیلانو له دونالډ ټرمپ څخه دفاع وکړه


د استیضاح د محکمې بهیر
د استیضاح د محکمې بهیر

د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا مجلس غړي او د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ مدافع وکیلان شنبه فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵) بېرته د استیضاح محکمې بهیر ته وروګرځېدل.

داسې ښکاري چې مدعیان او د مدعي علیه مدافع وکیلان به نن د قضیې په اړه وروستۍ پرېکړې ته رسیږي. تر دې دمه یو اړخ هم شاهدان محکمې ته نه دي حاضر کړي. که نهايي پرېکړه وشي، د ښاغلي ټرمپ د محکوم کېدو او نه کېدو په اړه به رایه اچونه هم ژر وشي.

تېره وځ د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلانو په خپلې دفاعیې کې دا خبره په کلکه رد کړه چې ګنې مخکني ولسمشر د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس باندې برید پارولی و. د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلانو د استیضاح د دغې محکمې انګیزه سیاسي وبلله.

مدافع وکیل مایکل وویل چې د استیضاح دا محکمه له حقایقو، شواهدو او د امریکا د خلکو له ګټو ډېره لېرې ده.

مدافع وکیلانو په دریو ساعتونو کې خپله دفاعیه وړاندې کړه. هغوی ته ۱۶ساعتونه ورکړل شوي وو.

دوی دا خبره هم وکړه چې دا د مخکني ولسمشر ټرمپ حق و چې بایډن ته د ټاکنو د بایللو له کبله اعتراض وکړي او د کانګرس پر ودانۍ تر برید مخکې د هغه ۷۰-دقېقې خبرو دا برید نه دی پارولی.

ښاغلي ټرمپ په دغو خبرو کې خپلو پلویانو ته ویلي وو چې «لکه د اور» غوندې مبارزه وکړي، خو د هغه مدافع وکیلانو وویل چې د دموکرات ګوند د مشرانو هم په خپلو خبرو کې اصطلاحګانې کارولې دي.

مدافع وکیلانو د ولسمشر د مرستیالې کاملا هریس او دموکرات ګوند د نورو غړو الیزبت ورین او چک شومر د خبرو ځینې ایډیټ شوې ویدیوګانې هم وښودلې چې هغوی په کې د «مبارزې/ جګړې» اصطلاح کارولې وه، خو د خبرو نور متن ورسره نه و.

د ټرمپ ضد اسناد او شواهد

سناتورانو دوه ورځې د ښاغلي ټرمپ پر ضد دعوه او شواهد وړاندې کړل. هغه د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس په ودانۍ باندې د مظاهره کوونکو له برید سره په تړاو لرلو تورن دی. په دغه برید کې شپږ تنه ووژل شول.‌ سناتوران وايي ښاغلي ټرمپ خلک پارولي وو چې په سوله ییز ډول د واک د انتقال مخه ونیول شي.

د ښاغلي ټرمپ پر ضد دعوه کوونکو سناتورانو وویل: «ښکاره او له حده زیات شواهد» موجود دي‌ چې تېره میاشت مخکني ‌ولسمشر ټرمپ خلک پارولي او یوه ډله کسان یې استولي چې په سنا کې د جوبایډن د انتخاباتي رایو د تائید د بهیر مخه ونیسي.

د ټاکنو د درغلیو د بې اساسه ادعاو او نورو اړوندو مسایلو په اړه د ښاغلي‌ټرمپ ټویټونه، د مظاهره کوونکو ځینې لنډې ویدیوګانې هم د شواهدو په توګه وړاندې کړل شول.

خو د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلان وايي چې هغه د کانګرس په ودانۍ باندې د مظاهر کوونکو د برید مسولیت نلري.

د ښاغلي ټرمپ د محکوم کېدو لپاره باید د سنا دوه په درېیمه برخه د هغه پر ضد رایه ورکړي.

سنا ټول ۱۰۰غړي لري‌ چې ۵۰یې دموکراتان دي. په دې اساس د ټولو دموکراتانو تر څنګ باید ۱۷جمهوري غوښتونکي هم د ښاغلي ټرمپ پر ضد رایه ورکړي ‌چې هغه محکوم شي.

دونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې دوه ځلې استیضاح کیږي.

XS
SM
MD
LG