د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان په انتخاباتو کې په کومو مسایلو رایه ورکوي؟ 


د امریکا انتخابات د نومبر په درېیمه دي
د امریکا انتخابات د نومبر په درېیمه دي

د امریکا د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۰ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به د نوي ولسمشر د ټاکلو تر څنګ، په یو شمېر نورو مسایلو هم رایه ورکول کیږي.

امریکایان به د نومبر۳ د ولسمشرۍ د انتخاباتو په رای پاڼو کې د ترافیکي خدمتونو د کارکوونکو د حقونو او امتیازاتو، د ماروانا د قانوني کولو، روغتیايي خدمتونو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه پوښتنې هم ځواب کړي. دغه کار ته یو ډول ټولپوښتنه هم ویل کیږي او د امریکا په ۳۲ ایالیتونو کې به وشي.

ترافیکي خدمتونه

امریکايي رایه ورکوونکي به په ټاکنو کې د ترافیکي خدمتونو د یو شمېر شرکتونو لکه «اوبر» او «لفټ» موټروانانو او غذا رسوونکو د حقونو او امتیازاتو د زیاتولو او نه زیاتولو په اړه هم رایه ورکوي.

په کالفورنیا کې د دغې مسئلې د رد او تائید لپاره شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر لګول شوي دي او دا یو تر ټولو قیمت کمپاین بلل کیږي.

د «اوبر» او «لفټ» تر څنګ د وسایلو د انتقال درې نور شرکتونه «ډور دش»، «انستاکارت» او «پوست مېټز» هم شامل دي.

په کالفورنیا کې تېرکال یو قانون تصویب شو چې د دغو شرکتونو آپ استعمالوونکي موټروانان او د غذا او نورو وسایلو انتقالوونکي دودیز کارکوونکي ګڼل شوي دي چې باید حقونه او امتیازات یې زیات شي.

د دغه کمپاین پلویان وايي چې دوی ته باید د نورو شرکتونو د کارکوونکو په څېر روزمزد، د رخصتۍ حق او ځينې نور امتیازات ورکړل شي.

نوی قانون وايي‌ د ترافیکي خدمتونو دا شرکتونه باید هغو کارکوونکو ته چې په اونۍ کې له ۲۵ ساعتونو ډېر کار کوي، مشخص روز مزد وټاکي او د صحي بیمې په برخه کې ورسره مرسته وکړي. خو قانون کې دغو موټروانانو ته د نورو دودیزو کارکوونکو په څېر حقونه او امتیازات نه دي تائید شوي.

دوی په اونۍ کې تر ۴۰ ساعتونو ډېر کار کوي خو مشخص حقونه او امتیازات نلري.

د «اوبر او لفټ» په ګډون شرکتونه وايي چې د هغوی د آپ استعمالوونکي موټروانان خپلواک قراردادیان دي چې هر کله یې زړه وغواړي کار کوي.

خو د کارګرو ټولنه وايي چې دا کار موټرونان د کار له ټاکل شوي حق الزحمه او نورو امتیازاتو څخه محروموي.

د «اوبر» او «لفټ» شرکتونو ویلي دي که دا کار وشي، دوی به په کالفورنیا کې خپل فعالیت بند کړي.

روغتیايي خدمتونه

په کالفورنیا کې د یو شمېر مشهورو امریکایي تجارتي شرکتونو مرکزونه دي. په دغه ایالت کې په ټاکنو کې دوهمه لویه مسئله چې خلک به پرې رایه ورکوي، هغه په کالفورنیا کې د «سږو/ګردو روغتیايي کلینیکونو» د خدمتونو په اړه ده.

په کالفورنیا کې د دا ډول مرکزونو له مالکانو څخه غوښتل شوي دي چې د «سږو/ګردو» د معالجې او معایناتو پر مهال باید مجوز ډاکټر او یا روزل شوی نرس موجود وي او دا مرکزونه یې باید ولري.

د کارګرو اتحادیې دغه وړاندیز هم په انتخاباتي پاڼو کې زیات شوی او خلک به یې په اړه رایه ورکوي.

خو د دغو روغتیايي کلینیکونو مالکانو دا وړاندیز رد کړی دی او ویلي دي چې دا کار به هغوی ته ګران پریوځي او ښايي یو شمېر کلینیکونه وتړل شي.

په کالفورنیا کې دا ډول ۶۰۰ روغتیايي کلینیکونه شته چې شاوخوا ۸۰زره مراجعین او رنځوران لري.

مروانا

په امریکا کې به په را روانو انتخاباتو کې د یو شمېر ایالتونو خلک د مروانا د قانوني کولو او نه کولو په اړه هم رایه ورکوي.

د څلورو ایالتونو اریزونا، مونتانا، نیو جرسي او جنوبي داکوتا کې خلک د مروانا د قانوني استعمال او نه استعمال په اړه رایه ورکړي.

دوه نور ایالتونه جنوبي داکوتا او میسیسیپي به په درملو کې د مروانا د کارولو په اړه هم پرېکړه کوي.

دا مهال د واشنګټن ډي سي په ګډون په ۱۱ ایالتونو کې د مروانا کارول قانوني‌ دي. تر دې مخکې د امریکا په دوو ایالتونو واشنګټن او کالراډو کې د کانابېز کارول قانوني ګڼل شوي وو.

په دغو انتخاباتو کې د نورو مسایلو تر څنګ، د انتخاباتو د قانون د تګلارې، د کمپاین مالي برخو او د رایه ورکولو د قانوني سن او نورو مسایلو په اړه هم خلک رایه ورکوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په درېیمه دي.

XS
SM
MD
LG