د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ هغه عسکر ته مډال ورکړ چې داعش څخه یې ۷۵ کسان ژغورلي 


ولمسشر ټرمپ پټریک ته په سپینې ماڼۍ کې دا مډال ورکړ
ولمسشر ټرمپ پټریک ته په سپینې ماڼۍ کې دا مډال ورکړ

ټرمپ‌ هغه سرتېري‌ ته د ویاړ مډال ورکړ چې په عراق کې یې د داعش له یرغمل څخه د ۷۵ کسانو د ژغورلو په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

ضابط تامس پټریک پایني لومړی امریکايي عسکر دی چې د خپل خدمت پر مهال د داعش پر ضد د جګړې له کبله د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ د مېړانې تر ټولو لوړ مډال اخلي.

نوموړی په ۲۰۱۵ کې عراق ته استول شوی و او د داعش له یو مرکز څخه یې د یرغمل شویو کسانو د ژغورنې د ډلې مشري کوله. د پټریک پایني‌ ډلې چې دا کسان وژغورل، د عملیاتو سیمې ته نژدې د پوځ یوې بلې ډلې ورته زنګ وهلی و چې هغوی هم د « دښمن» تر برید او یرغل لاندې دی او مرستې ته ضرورت لري.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه وايي: « ضابط پایني په ډېر شجاعت سره د دښمن د ډزو، لوګیو او لمبو په منځ کې ځان هغې زرهي دروازې ته ورسوه چې دا کسان په کې یرغمل شوي وو. هغه په دې کار سره خپل ژوند هم له خطر سره مخامخ کړی و.»

ښاغلي ټرمپ هغه ته تېره ورځ سپتمبر۱۱ (وږي۲۱) په سپینې ماڼۍ کې دا مډال ورکړ او د هغه دا عملیات یې: « د امریکا په تاریخ کې د ژغورنې یو تر ټولو ستر او زړور ماموریت وباله».

ولسمشر ټرمپ وویل: « ودانۍ غورځېدله او پر پایني غږ وشو چې له ودانۍ څخه ووځي، خو هغه ونه وت. هغه نه غوښتل چې یو کس هم هلته پرېښودل شي. پټریک دوه وارې هغې سوځېدونکې او نړېدونکې ودانۍ ته ولاړ، یو شمېر یرغمل شوي یې وژغورل او په خپله وروستی کس و چې له ودانۍ څخه ووت.»

دا عملیات د ۲۰۱۵ د اکتوبر په ۲۲ د عراق د کرکوک په ښار کې شوي وو. په دغو عملیاتو کې ۷۵ یرغمل شوي کسان ژغورل شوي وو او د «دښمن» ۲۰ وسله وال وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG