د لاس رسي وړ اتصالات

محکمه وایي ټرمپ پخپل ټویټر څوک نه شي 'بلاک' کولی


د امریکا یوې فیډرالې محکمې امر کړیدی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر خپل تعقیبونکي نه شي بلاک کولی یعني مخه یې نه شي تړلی.

د امریکا د نیویارک ایالت یوې فیډرالې محکمې ویلي دي چې ټرمپ د هغو کسانو د بلاک کولو سره چې هغه ورسره د نظر اختلاف لري، د اساسي قانون نه سرغړونه کړی.

دغه محکمې وویل چې ولسمشر ټرمپ نشي کولی چې د یو چا لاره وتړي چې د هغه ټویټونه ونه لولي.

ټویټر خپلو کاروونکو ته د هغه چا چې نه غواړي ورسره تماس ونیسي او یا یې تعقیب کړي، د بلاک یعني د مخې د تړلو تکمه ورکوي چې اکثر خلک یې کاروي خو د امریکا د نیویارک دغه فیډرالې محکمې دریو قاضیانو ویلي دي چې ولسمشر یا حکومتي دفتر نشي کولی چې دغه تکمه وکاروي ځکه دا د اساسي قانون د لمړي تعدیل ضد دی.

ولسمشر ټرمپ په ټویټر د ٦٠ ملیونو نه زیات تعقیبونکي لري او د خپلو جالبو ټویټونو له کبله ډیر مشهور دی.

XS
SM
MD
LG