د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ډنمارک لومړۍ وزیره "ناولې" ده


کوپنهاګن ته د ټرمپ د سفر د ځنډیدو په اړه جنجالونه لا هم روان دي

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وروسته له هغه د ډنمارک لومړۍ وزیره میتی فریدریکسن "ناولې" وبلل چې هغې د ګرینلنډ د اخیستلو په اړه د جمهور رئیس غوښتنه بې معني وګڼله.

جمهور رئیس ټرمپ وویل د میرمن فریدریکسن دا څرګندونې له سپکاوي ډکې دي:" فکر کوم دا مناسبه نه وه په هغه شکل چې هغې عکس العمل وښود. دا د متحدو ایالتونو په وړاندې عکس العمل وو او موږ ډنمارک ته ډیر څه کړي دي."

ښاغلي ټرمپ وویل هغې باید له امریکا سره په دې ډول چلند نه وای کړی او د "بې معني" لفظ کارول سم نه وو.

جمهور رئیس ټرمپ د سه شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل چې ډنمارک ته خپل پلان شوی سفر ځنډوي او په ګرینلنډ کې به " ټرمپ ټاور" نه جوړوي.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې ماتي فریدریکسن د ټرمپ په پریکړه خپګان ښودلی او ویلي ېې دي :" د شمال قطب په سیمه کې د امریکا ګرینلنډ ، فارو ټاپو ګان او ډنمارک ترمنځ ډیرو پرمختیايي همکاریو ته اړتیا شته. له همدې امله زه نن وایم چې د شمال قطب په دې سیمه کې ډیرو همکاریو ته زموږ بلنه پر ځای ده. "

کوپنهاګن ته سفر میاشتې وړاندې پلان شوی وو او اوس یې لغوه کیدل د ډنمارک مشرې ملکې مارگریت ۲ ته چې خپله یې دعوت ورکړی وو، بې اعتنايي ګڼل کیږي.

د ګرینلنډ طبیعي منابع او جفرافیايي ارزښت

د وروستیو نظر پوښتنو له مخې د یاد هیواد جیوپولیټیک ارزښت مخ په زیاتیدو دی او آن چین هم دې ټاپو ته لیوالتیا ښودلې ده.

د ګرینلنډ مخ په زیاتیدونکی ستراتیژیک ارزښت د بیړیو لپاره د یوې نوې لارې رامنځ ته کیدو پورې اړه لري چې د یخیانو د ویلي کیدو له امله مخ په پرانیستل کیدو ده.

دا نوې سمندري لار به د سفر وخت د پام وړ راکم کړي کوم چې کیدای شي د پاناما او سویس کانال له لارې د نړۍ چار چاپیر سفر د نورو لارو په نسبت په کم وخت کې وشي.

ګرینلنډ چې د طبیعي سرچینو له پلوه غني هیواد دی کب نیونه او توریزم یې مهم اقتصادي منابع دي خو د ډبرو سکرو، زنک ، مسو ، وسپنې او کمیابه منرالونو پراخې زیرمې هم لري.

که څه هم ددې هیواد د طبیعي منابعو د ارزونې لپاره سفرونه شوي خو تر اوسه یې دقیقه اندازه معلومه نده.

ګرینلنډ د شمالي او جنوبي اتلانتیک سمندرونو ترمنځ په شمالي قطب کې خودمختار هیواد دی چې ۵۸ زره نفوس لري او د نړۍ تر ټولو ستر ټاپو دی.

د یاد ټاپو اوسیدونکي ډنمارکیان دي خو د ۱۹۷۹ کال راهیسې خپل قوانین لري.

ټرمپ ډنمارک
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00
XS
SM
MD
LG