د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په اړه د ټرمپ په دریځ کې ولې تغیر راغلی؟


د پاکستان د صدراعظم عمران خان امریکا ته د سفر نه وروسته د دواړو ملکونو اړیکې یو ځلې بیا ښې شویدي

د عمران خان د ځینو پوځي چارواکو سره یو ځای امریکا ته د سفر نه وروسته د ټرمپ ادارې پاکستان ته د ایف ١٦ ډوله الوتکو د ورکولو منظوري ورکړیده او په دی برسیره یې پاکستان ته لوژستکي مرستې هم بیرته پیل کړی.

په پاکستان کې حکومت د عمران خان دوره کامیابه بللي ده خو سرچینې وایي چې زیاتره خلک دا پوښتنه لري چې ولسمشر ټرمپ چې مدام یې د پاکستان په اړه سخت دریځ خپل کړی و، ناڅاپه یې څنگه د پاکستان په اړه په دریځ کې تغیر راغی.

په پاکستان کې د چارو ځینې کارپوهان پدی باور دي چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان په اړه خپل دریځ ځکه نرم کړیدی چې هغه غواړي د افغانستان نه د پوځ د ایستلو په پروسې کې د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي او دا پوښتنه کوي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د بیرته تگ نه وروسته به دغه اړیکې څنگه شي؟

د پاکستان پخوانی سفیر ظفر هلالي پدی باور دی چې د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د دریځ د نرمښت لوی لامل د هغه د خپل ولس سره دا لوظ دی چې د افغانستان نه به عسکر بیرته راوباسي.

ظفر هلالي وویل: "ټرمپ به د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نه مخکی دا کار کول غواړي چې انتخابات وگټي."

ښاغلي هلالي وایي چې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو سره به امریکا هر کال په ملیاردو ډالرو مصرف مخه ونیول شي.

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت پخوانی مرستیال شمشاد احمد ویل: "د پاکستان او د امریکا په اړیکې به ضرور سمیدې. هغه وویل چې دواړو ملکونه په تاریخي توگه متحدین و او اوس هم یوبل ته ضرورت لري."

XS
SM
MD
LG