د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ ټرمپ: نوې بیړۍ نړۍ ته یو پیغام استوي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ (چپ اړخ ته) د نارفولک په سمندري اډه کې د جولای په ٢٢ مه ٢٠١٧ م کال کې نوې بېړۍ سمندري قواو ته وسپارله.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ (چپ اړخ ته) د نارفولک په سمندري اډه کې د جولای په ٢٢ مه ٢٠١٧ م کال کې نوې بېړۍ سمندري قواو ته وسپارله.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلډ ترمپ د امریکا د یو اس اس جرالد فورد طیاره وړونکې جنگي بیړۍ د شنبې په ورځ په رسمي توگه د امریکا سمندري قواو ته وسپارله.

د دریو کلونوله ځنډ او میلیاردونو ډالرو له لگښت نه وروسته، جمهور رئیس ټرمپ د امریکا د سمندري پوځ دا بیړۍ د ورجینیا ایالت په نورفولک کې سمندري قواو ته وسپارله.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلد ټرمپ ویل: تاسو دلته خپل هغه بیساری کار وینئ، چې د امریکا د سمندري پوځ د ویاړ او د امریکا د قدرت نښه ده. د امریکاییانو په لاس داجوړه شوې بیړۍ نړۍ ته یو زوره ور پیغام رسوي او هغه دا چی د امریکا د قدرت ساری نشته.

ولسمشر زیاته کړله چې دده په حکومت کې امریکا ورځ تر بلې پراخیږي، بهتریږي او قوي کیږي.

یو اس اس جرالد آر فورد بیړۍ ته د امریکا د ٣٨ م جمهور رئیس نوم ورکړ شویدی. دا بیړۍ د امریکا د اوسني عصر بیړۍ ده چې په اټومي قدرت سمبالې الوتکې انتقالوي.

د لومړي ځل لپاره په سمندر کې د یواس اس جیرالډ فورډ بېړۍ نوی سیستم ازمویل کېږي. نیوپورټ نیوز، ویرجینیا- د ا مریکا سمندري قوه.
د لومړي ځل لپاره په سمندر کې د یواس اس جیرالډ فورډ بېړۍ نوی سیستم ازمویل کېږي. نیوپورټ نیوز، ویرجینیا- د ا مریکا سمندري قوه.

ولسمشر دخپلې وینا په ترڅ کې ویل: دغه بیړۍ چې هرې سمیې ته لاړه شي، زمونږ متحدین به د هوساینې احساس وکړي او دښمنان به مو له ویرې ولړزوي، ځکه هر څوک به پوه شي چې امریکا راځي او په پوره قوت راځي.

د امریکا دا نوې بیړۍ د پیاوړو او پرمختللو جنگي بیړیو په کتار کې تر ټولو مهمه بیړۍ ده چې په تیرو څلویښتو کلونو کې جوړه شوې ده. د لگښت له اړخه تر اوسه پورې په دې قیمت جنگي بیړۍ نده جوړه شوې. د یو اس اس جرالد آر فورد بیړۍ جوړول په ٢٠٠٩کال کې پیل شول. هغه وخت تمه کیدله چې د لس نیم میلیاردو ډالرو په لگښت به په ٢٠١٥ کال کې پای ته ورسیږي.

ولسمشر ټرمپ وویل دابیړۍ به د جگړو مخه ونیسي خو ددې ترڅنگ ېې زیاته کړله چې که شخړه منځته راشی نو هروخت به ېې پای همداسې وي چې موږ به ېې وگټو.

د امریکا سمندري پوځ وایي په دې بیړۍ کې د نوې عصري تکنالوژۍ د کارولو له امله د دې بیړۍ د جوړولو قیمت هم له ټاکلي قیمت نه واوښت او د جوړولو وخت هم اوږد شو. د دې بیړۍ کاري عمر ٥٠ کاله ښودل شوی دی او د اتمي انرژۍ تکنالوژي یې د شلو کلونو لپاره د سون موادو نه پرته د چلیدلو تضمین کوي.

XS
SM
MD
LG