د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د نوروز لمانځونکو ته مبارکي ورکړه


ولسمشر ټرمپ د خپل نوروزۍ په پيغام د ایران رژیم دیکتاور بللی دی
ولسمشر ټرمپ د خپل نوروزۍ په پيغام د ایران رژیم دیکتاور بللی دی

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د نړۍ هغو ولسونو او هيوادونو ته د نوروز مبارکي ورکړې ده چې دا ورځ لمانځي.

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې نورورز یو بل ته د بښنې او خوښۍ لمانځلو یو ښه فرصت او وخت دی. نوروز یو لرغونی دود دی چې په مرکزي او جنوبي اسیا او د نړۍ په ځینو نورو برخو کې لمانځل کیږي.

په افغانستان او ایران کې هم دا ورځ لمانځل کیږي. ولسمشر ټرمپ د خپل مبارکۍ په پیغام کې په ځانګړي ډول ایرانیان یاد کړي دي او د مبارکۍ د پیغام په پلمه یې د ایران پر رژیم کلک انتقادونه کړي دي.

هغه وايي په ایران کې نوروز داسې مهال راځي چې لا هم ایرانیان دا جشن په پوره خوښۍ لمانځلی نشي. هغه زیاته کړه چې متحده ایالتونه د ایران د خلکو د آزادۍ د غوښتنې او بشري حقونو لپاره لپاره د مبارزې ننګه کوي.

ښاغلي ټرمپ په خپل پیغام کې د ایران رژیم دیکتاتور بللی دی او په کلکه یې غندلی دی. د ولسمشر ټرمپ اداره له ایران سره ښې اړیکي نه پالي او تيرکال له هغه اتومي تړون څخه ووت چې د ایران، نړۍ د نورو زبر ځواکونو او امریکا ترمنځ شوی و.

د تړون په اساس ایران د اتومي وسلو جوړول بندوي او په بدل کې به پر تهران لګول شوي اقتصادي او نور بندیزونه ختمیږي. خو ولسمشر ټرمپ وايي چې دا تړون نیمګړی او ډېر د ایران په ګټه دی، له همدې کبله هغه له دغه تړون څخه ووت.

XS
SM
MD
LG