د لاس رسي وړ اتصالات

ملت ته د وینا لپاره د جمهور رئیس ټرمپ چمتوالی


ډانلډ ټرمپ به نن د ( فبروري ۵ ) ملت ته په وینا کې د امریکا په مهمو بهرنیو او کورنیو سیاستونو خبري وکړي.

ټاکل شوېده جمهور رئیس ټرمپ د امریکا د اقتصادي وضعیت، بهرني سیاست، د تجارتي اړیکو ، مکسیکو سره د دیوال او په بهرنیو هیوادونو کې د امریکايي پوځیانو د حضور په ګډون په یو شمیر مهمو کورنیو او بهرنیو مسایلو خبري وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ به ممکن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو او هلته د امریکا د اولس کلنې جګړې د پای ته رسیدو په هدف د سولې په روانو خبرو کې د خپل هیواد د ونډې په اړه هم څرګندونې وکړي.

سپینې ماڼۍ د جمهور رئیس ټرمپ د نن شپې د وینا یوازې یوه وړه برخه افشا کړې ده او هغه دا چې نوموړی به قانون جوړونکو ته ووايي چې د دواړو ګوندونو اتحاد او یووالی سره کیدای شي د څو لسیزو بن بست مات او په ګډ کار سره د خلکو پر زخمونو پټۍ کیښودل شي.

جمهور رئیس ټرمپ به د نن شبې په وینا کې ځان د داسې یوه پیاوړي رهبر په صفت معرفي کړي چې د خپلو کمپاینونو ژمنې پوره کوي.

د سنا مجلس مشر مچ مکانل وايي کیدای شي د امریکا اقتصادي وده د جمهور رئیس د وینا مهم ټکي وي." د جمهوري غوښتونکو د ودې او د کورنیو د اقتصاد د ښه والي سیاستونه په هیواد کې د دندو د رامنځ ته کیدو او وړو تجارتونو د ودې لامل شوي او په ټول هیواد کې د منځنۍ کچې کورنۍ ورڅخه برخمنې شوي دي."

خو دیموکرات سناتور چک شومر وايي" جمهور رئیس به په ډیر احتمال سره ووایي چې زموږ هیواد ډیر پیاوړی دی، خو حقیقت دادی چې د جمهور رئیس اقتصادي پالیسۍ د منځنۍ کرښې امریکایانو په زیان دي. د جمهور رئیس روغتیايي سیستم د امریکايي کورنیو په ګټه ندی او د ټرمپ حکومت له ګډوډیو او بې کفایتی سره مخ دی."

جمهور رئیس دا روښانه کړې چې دی ممکن د دیوال د جوړیدو لپاره د کانګرس بشپړ مالي ملاتړ ترلاسه نکړي هغه څه چې دده د کمپاین یوه لویه ژمنه ګڼل کیږي.

نوموړي ویلي، دی ښايي د بودیجې د ترلاسه کیدو لپاره ملي بیړنۍ حالت اعلان کړي او ملت هم په خپله وینا کې په دې ټکي ټینګار وکړي.

ټرمپ کلنۍ وینا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

XS
SM
MD
LG