د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د امریکا بزګرانو ته د ۱۲ میلیارده ډالرو مالي مرسته اعلان کړه


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د دوشنبې په ورځ (د دسمبر اتمه) د امریکايي بزګرانو لپاره د ۱۲میلیارده ډالرو مرستې طرحه اعلان کړه، چې د راتلونکي کرنیز فصل په زیاتو لګښتونو کې ورسره مرسته وکړي.

ولسمشر ټرمپ د بزګرانو د استازو په شتون کې د کابینې لوړ پوړو غړو او یو شمېر امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې دا مالي مرسته به د بهرنیو هېوادونو په محصولاتو باندې د سوداګریزو تعرفو له لارې د ترلاسه شویو سلګونو ملیارد ډالرو عوایدو څخه ورکړل شي.

ټرمب وویل: "هغه څه چې موږ یې کوو دا دي چې له هغې څخه یوه نسبتاً وړه برخه اخلو او بزګرانو ته به یې د اقتصادي مرستې په توګه ورکوو. موږ له خپلو بزګرانو سره مینه لرو او لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، د رایې ورکولو د بهیر پر بنسټ، تاسو یې د رایې ورکولو بهیر یا بل هر څه بللی شئ، بزګران زما سره مینه لري، هغوی غوره خلک دي. هغوی زموږ د هیواد د ملا تیر دي. نو، موږ به دا پیسې د امریکا بزګرانو ته د ۱۲ ملیارده ډالرو اقتصادي مرستو د برابرولو لپاره وکاروو. ۱۲ ملیارده ډېرې پیسې دي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې دا مالي مرستې سره به بزګرانو ته ډاډ ورکړي، چې"دوی کولی شي خپل سږني حاصلات بازار ته وړاندې کړي او د راتلونکي کال حاصلاتو ته په تمه وي."

په داسې حال کې چې د ټرمپ حکومت هڅه کوي د لوړو بیو په اړه اندېښنې را کمې کړي او پر وارداتي توکو نوي تعرفې هم لګول شوي، ولسمشر ټرمپ وايي چې دا مالي مرسته به د امریکايي کورنیو لپاره د خوراکي توکو بیې راټیټې کړي.

د متحده ایالاتو د کرهنې وزیر، بروک رولینز، په دې مراسم کې وویل چې دا مرستې به د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې کروندګر به د خپلو غوښتنو له وړاندې کولو وروسته، د دې کال تر پایه پوه شي چې څومره پیسې ورته ورکول کیږي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې دا مرستې د "بشپړ ګډوډۍ" سره د مقابلې لپاره په پام کې نیول شوې چې د هغه په وینا دا ګډوډي د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر جو بایدن حکومت د بزګرانو لپاره جوړه کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG