د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ لوی څارنوال له دندې لیرې کړ


د امریکا پخوانی لوی څارنوال جیف سیشنز
د امریکا پخوانی لوی څارنوال جیف سیشنز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ (نومبر٧) لوی څارنوال جیف سیشنز له دندې څخه گوښه کړ.

د امریکا د منځمهالو ټاکنو نه یوه ورځ وروسته ولسمشر ټرمپ د دغه ملک لوی څارنوال جیف سیشنز له دندې څخه ګوښه کړی دی او ژمنه یې کړې ده چې که ډیموکراټانو تحقیقات پیل کړل نو هغه به یې مخه ونیسي.

سیشنز چې په لمړیو کې د ولسمشر ټرمپ طرفدار و، ولسمشر ته خپله استعفی استولې او ورته یې لیکلي چې"ستا په خواست مې استعفي وکړه"

د رویټرز یوه سرچینه وایي چې د سپینې ماڼۍ رئیس جان کیلي د چارشنبې په سهار ښاغلي سیشنز ته ټلیفون وکړ او ورته یې وویل چې هغه دې استعفی وکړي.

ولسمشر ټرمپ میتهیو وایټکر په موقتي توګه د سیشنز پرځای ټاکلی دی او ویلي دي چې ډېر ژر به یو کس دغې دندې ته انتخاب کړي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې دا پرېکړه کړې ده چې ډیموکراټ ګوند د استازو په مجلس کې اکثریت ګټلی دی.

د ډیموکراټ ګوند نینسي پلوسې د ولسمشر په دغه پرېکړې نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې د سیشنز لیرې کول د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه تحقیقاتو ته ضربه رسول دي.

ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې خپل د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي‌ هم له دندو څخه لېري کړي‌دي.

XS
SM
MD
LG