د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ناقانونه کډوال باید له امریکا وایستل شي


د امریکا د سترې محکمې په وړاندې مظاهره
د امریکا د سترې محکمې په وړاندې مظاهره

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي ټول ناقانونه مهاجرین باید د قانوني پړاونو او د محمکې له حکم پرته له امریکا وایستل شي.

جمهور رئیس ټرمپ تیره اوونۍ د یوه اجرایوي فرمان په لاسلیک کولو سره له کورنیو څخه د ماشومانو د بیلولو مسلې ته د پای ټکی کیښود، خو اوس ټینګار کوي ټول هغه کسان چې په ناقانونه توګه امریکا ته راځي باید له هر ډول قانوني پروسې پرته وایستل شي.

ښاغلي ټرمپ وویل "داسې یو سیستم غواړو کله چې خلک په ناقانونه توګه امریکا ته راځي نو له مخې یې بیرته وشړل شي."

بلخوا د امریکا لوی څارنوال جیف سیشن وایي په داسې حال کې چې ډیری کډوال د لوږې او نورو مشکلاتو له امله امریکا ته راغلي خو دوی باید د امریکایانو د خوندیتوب لپاره، په جدي ډول تر څارلاندې ونیول شي. د هغه په وینا دا کار به هغو کسانو ته چې دلته په قانوني ډول راځي، پناه غواړي او منتظر پاتې کیږي سپکاوی وي.

د امریکا د کانگرس مخ ته د متحده ایالاتو د حکومت د مهاجرت پالیسۍ ضد مظاهرې رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:22 0:00

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د ( جون په ۲۵) وویل دوی د کډوالو د ساتلو په برخه کې د امکاناتو له کموالي سره مخ دي.

د امریکا اوسنۍ اداره هڅه کوي چې د جنوب سرحد د غیرقانوني مهاجرینو مسلې ته د حل یوه دایمي لار پیدا کړي خو د امریکايي چارواکو په وینا تیره اوونۍ په زر ګونه نور مهاجرین هم ددې هیواد سهیلي سرحد ته رارسیدلي دي.

بلخوا د امریکا دفاع وزیر جمیز مټیس وایي دوی به کډوالو ته د سهولتونو د رامنځ ته کیدو په موخه د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ په پوځي مراکزو کې ځایونه برابر کړي.

اخوا ګڼ شمیر مظاهره کوونکو د جون په ۲۵ د تګزاس په سرحدي ښار کې د غیرقانوني مهاجرینو پر وړاندې د امریکا حکومت د وروستیو اقداماتو پر ضد مظاهره وکړه.

د بشري حقونو مدافع لي ګلرنټ د جمهور رئیس ټرمپ غوښتنې د امریکا اساسي قانون خلاف بولي: " اساسي قانون وایي یوازې تابعیت لرونکي نه بلکې ټول د قانوني پروسې حق لري او دوی دا کار له کسده کړی چې غیر تابعیت لرونکي کسان یې هم پکې یاد کړي دي. دا کار د اساسي قانون د مقرراتو سره په تضاد کې دی ځکه هلته کوم موارد چې یوازې د اتباعو لپاره موجود دي په واضح ډول ذکر شوي دي."

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا سندرس وايي جمهور رئیس ټرمپ د سرحداتو په خوندي کولو او د مهاجرینو د سیستم په اصلاح کار کوي څو په سرحداتو کې د حالت د لا خرابیدو مخه ونیسي.

سپینې ماڼۍ دیموکراتان پدې تورن کړي چې د سیستم د جوړیدو لپاره یې د جمهوریت غوښتونکو هر ډول وړاندیزونه رد کړي دي. جمهور رئیس ټرمپ وایي د سرحداتو د خوندیتوب لپاره ټولې تګلارې ناکامه شوي او نوموړي غیرقانوني مهاجرین په امریکا کې د جرایمو له امله محکوموي.

XS
SM
MD
LG